
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته غبرګون کې د سولې خبرو د ټکني کېدو مسوولیت پر امریکا او افغان چارواکیو اچولی دی.
د طالبانو په يوه خبرپاڼه کې راغلي:« مايک پامپيو دې د خپل بام واورې پر موږ نه اچوي. زموږ دريځ اصولي او متحدی دی او سياست مو لکه د سيال لوریي په شان متزلزل نه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو اوزبکستان کې د (C۵+۱) ناسته کې ويلي و چې طالبان مخکې له دې چې د سولې هوکړه لاسليک کړي، بايد د تاوتريخوالي د کمولو لپاره ښکاره نښې وښيي.
د يادولو ده چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د شنبې په ورځ کابل ته راغی او د ملي يووالي حکومت له رهبرانو سره يې ليدل وکړل.





