
د ولسي جرګې د لومړي او دویم نایب او د منشي څوکۍ ته ټاکنې وشوې. د لومړي نایب څوکیو ته د جرګې پخوانی نایب همایون همایون او دویم نایب نذیراحمد احمدزی نوماندان وو چې ښاغلي همایون د ۱۱۰ رایو په اخېستلو سره بریالی
د ولسي جرګې د لومړي او دویم نایب او د منشي څوکیو ته ټاکنې وشوې. د لومړي نایب څوکۍ ته د جرګې پخوانی نایب همایون همایون او دویم نایب نذیراحمد احمدزی نوماندان وو چې ښاغلي همایون د ۱۱۰ رایو په اخېستلو سره بریالی شو.
همایون همایون له خپلې بریا وروسته وویل چې حکومت په ځانګړي ډول ارګ، امنیت شورا ، ملي امنیت او ځېنو حکومتي چارواکيو ډېرې هڅیې وکړې چې د لومړي نایب څوکۍ ته بریالی نهشم؛ خو د رایو په اکثریت د دې څوکۍ له ګټلو وروسته دوی ته شرم دی چې د مقننه قوې په چارو کې لاسوهنه کوي.
دغه راز د دویم نایب مقام ته حاجي محمدعبدو او عبیدالله کلیمزی نوماندان وو چې یو یې هم ۵۰ جمع یوه رایه چې ۱۰۹ رایې کېدې؛ ترلاسه نهشوې کړای.
دغه راز د منشي مقام ته محمدیوسف صابر او میرداد نجرابی نوماندان وو چې هغوی هم ټاکلې رایې ترلاسه نهکړې او دغو دوو څوکیو ته به بیاځلي ټاکنې کېږي.
خو د ولسي جرګی لومړي نایب مقام ته نوماند نذیراحمد احمدزي د خپل سیال همایون همایون د څرګندونو په ځواب کې وویل چې نه طالب دی، نه داعش او نه هم القاعده، افغان دی او د اوسني نظام په کلکه سره ملاتړی دی.
دا پهداسې حال کې ده چې لهدې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شويوو چې ګواکې په ولسي جرګې کې دوې ډلې جوړې شوېدي چې یوه د حکومت ملاتړې ده او بله هغه د همایون همایون په مشرۍ رامخکې شوې چې نوموړی د لومړي نایب څوکۍ ته بریالی کړي.





