
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د دې ګوند درې مهم غړي؛ عبدالهادی ارغندیوال، د اجرایوي ریاست لومړی مرستیال انجینرمحمدخان او د عدليې وزیر عبدالبصیر انور له دې حزبه ویستي دي.
خو د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب د اجرایوي شورا غړی ګلمحمد ګلزی وايي چې دغه ګوند له ۹ کلونو راهیسې په عدلیې وزارت کې د حزب اسلامي په نوم ثبت او فعالیت کوي او پر وینا يي، که ښاغلی حکمتیار خپل ګوند نوم ثبتوي؛ بدل دې کړي.
د ښاغلي ګلزي په وینا، هغه کسان چې ښاغلي حکمتیار له حزبه ویستي؛ د ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي لوړپوړي غړي او ښاغلی حکمتیار د دوی د ویستلو حق نهلري.

په ورته وخت کې د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر مشر فضلغني حقمل سلام وطندار ته وویل چې د دې حزب اجرایوي شورا پهخپلې وروستۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې عبدالهادي ارغندیوال، انجنیرمحمدخان او ډاکترانور غړیتوب لغو کړي.
د نوموړي په وینا، د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ حزب اسلامي شاوخوا ۵۰ کاله سیاسي فعالیت کړی او د همدې کوند په نوم يې د نړۍوالو په ملاتړ له افغان حکومت سره د سولې هوکړه هم لاسلیک کړې او په همدې اساس، که ښاغلی ارغندیوال حزب لري؛ باید نوم يې بدل کړي.





