
ولسمشر محمداشرف غني نن ارګ کې د شهیدانو اوونۍ ونمانځله.
دې غونډې کې د قرباني شویو امنیتي ځواکونو کورنیو او خپلوانو د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو د تلفاتو له زیاتېدو شکایت وشو.
ولسمشر غني وايي، سیاسي لاسوهنې او فشارونه نامناسبو سیمو کې د امنیتي پوستو رامنځته کېدل د دې لامل شوي چې همدغه مسله د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچې لوړېدو لامل شي.
د هغه په وینا، نامناسبو سیمو کې د پوستو رامنځته کول، ناسمه او غیرمسلکي پرېکړه ده او تر څو چې دغه موضوع حل نهشي؛ دې برخې کې شته ستونزې به پر ځای پاتې وي.
ښاغلی غني زیاتوي، د امنیتي ځواکونو متحرک کولو لهپاره هڅې روانې دي او هېوادوال باید د حکومت تر څنګ ودرېږي چې امنیتي بنسټونو کې له لاسوهنې مخنیوی وشي او دغه ځواکونه منسجم شي.
دا داسې مهال دی چې د راپورونو په اساس، دې وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې او دغې مرګژوبلې د افغانانو کلکې نیوکې راپورته کړېدي.





