ملي امنیت شورا له سعودي چارواکیو سره د خبرو د پرمختګ ډاډ ورکوي

د ملی امنیت شورا ویاند قادرشاه انګار سلام وطندار ته وویل چې د دې شورا سلاکار محمدحنیف اتمر د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمدبن سلیمان‌ ال سعود په بلنه هغه هېواد ته تللی دی.

ښاغلی انګار زیاتوي، د ملي امنیت شورا کار به په دې سفر کې د سعودي له ولیعهد او نورو چارواکیو سره د سولې، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، امنیتي همکارۍ او په دې هېواد کې افغان سوداګرو او کارګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې ـ اترې وکړي.

دی وایي همدارنګه وايي، ښاغلي اتمر پرون د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې له نیشه‌یي توکیو او ترهرګرۍ سره مبارزې، د سولې پر لارو ـ چارو، د افغان سوداګرو او کارګرانو ستونزو لېرې کولو په اړه ګټورې خبرې کړې‌دي.

د ملي امنیت شورا ویاند روښانه، نه‌کړه چې په یادو برخو کې څه ډول پرمختګ شوي؛ خو دومره یې وویل چې نن هم ښاغلی اتمر د سعودي عربستان له ځېنو نورو چارواکیو سره لیدنې کتنې وکړې.

په همدی حال کې یوې باوري دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي سلام وطندار ته وویل چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې دا فغانستان، ځېنو عربي هېوادونو او امریکایې چارواکیو ترمنځ د افغان لانجی غوڅولو په موخه هم په امریکا کې ګډه غونډه جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام