په امنیتي او دفاعي سېستم کې له بدلون پرته د افرادو ادلون ـ بدلون ګټه نه‌لري

د امنیتي او دفاعي چارو څېړونکي وایي، تر هغې چې په دفاعي او امنیتي سیستم کې د پام وړ بدلونونه رانه‌شي؛ وزیرانو او قوماندانانو ته د ګومارنو، بدلونونو، مجازاتو او مکفاتو په برخه کې پوره واکونه ورنه‌کړل شي؛ د اشخاصو په ادلون ـ بدون مثبت نه‌شي کولی.

پخواني جنرال او د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان سلام وطندار ته وویل، چې د اشخاصو بدلون به تر یوې اندازې پر وضعیت ښه اغېز ولري؛ خو په ټوله کې اساسي ستونزه نه‌شي حلولی.

دی امنیتي او دفاعي سېستم له ستونزو ډک بولي او زیاتوي، سیستم په غلطو معیارونو جوړشوی دی، په ځانګړي توګه په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې له ابتدا نه ژبه، تنظیم، او استقامت په نظر کې ونېول شو، چې پيل یې همدا و.

قهرمان زیاتوي، د دفاع پخوانی وزیر عبدالله حبیبي او د شاهین قول اردو قوماندان مومند کټوازی په ملي اردو کې مسلکي اشخاصو وو؛ خو په سېسټم کې د ستونزو له کبله په کارونو کې بریالي نه شول.

دغه راز د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم یو شمېر سناتورانو د پېښو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د استعفاوو اصل ښه نوښت بولي؛ خو دوی هم په نظامي سېسټم کې په بدلون او سمون ټينګار کوي.

د دې جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار وویل، که پوځي سېسټم کې اصلاح او بدلون رانه‌شي که د دې چوکيو واک هر چا ته وسپارل شي؛ ستونزه نه‌شي حلولی.

د دوشنبې په ورځ د هلمند امنیه قوماندان هم خبرې غونډه کې ویلي وو، چې په امینتي برخه کې د نورو ستونزو تر څنګ یوه ستونزه دا هم ده، چې په دنده کې د ګومارنې او ګوښه کېدلو بهیر له مرکزه کېږي او دوی په‌کې هېڅ دخیل نه‌وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام