
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډې کې وویل، داسې موارد شته چې د ځېنو ادارو او وزارتونو چارواکي د یو شمېر سلاکارانو لهخوا تر پوښتنې لاندې راوستل کېږي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، د سلاکارانو دنده باید د بنسټونو او چارواکیو د پیاوړتیا لامل نهشي.
د حکومت اجرایوي رییس زیاته کړه، کومو وزیرانو او سلاکارانو چې ښه کار کړی، باید ستاینه یې وشي.

دی ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت د تفاهملیک پر اساس، هره پرېکړه باید په ګډه او سلامشوره ونیول شي.
ښاغلی عبدالله وايي، ادارو کې د سلاکارانو سلیقوي چلند چې کارونو کې د خنډ لامل کېږي، د منلو نهدی او هغو کسانو سره به چې د خپلو دندو له صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته کوي، قانوني چلند وشي.
د دې ترڅنګ د وزیرانو شورا غونډې ته د امنیتي وضعیت په اړه د کورنیو چارو ووزارت رپوټ، د عدلیې، کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او څو نورو وزارتونو راپورونه وړاندې شول او د خبریالانو په نهشتوالي کې پرې بحث او خبری وشوې.





