
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د هند بهرنیو چارو وزیر اس جیشنکر سره یې د افغان سولې بهیر په وروستیو مسايلو، سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
خلیلزاد نن (یکشنبه د حمل په ۳۱مه» پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه لیدنه کې یې پر افغان سوله د افغان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کولو، د تاوتریخوالي کمولو، د بینالافغاني مذاکراتو پر پیلېدو او ټولشموله حکومت خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ د هرڅه ژر پایته رسېدو لپاره د افغان مشرانو لخوا د یوه ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو هم بحث کړی او ویلي، امریکا د افغان سولې په اړه د هند له هڅو هرکلی کوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره اونۍ پاکستاني چارواکو او طالب استازو سره تر لیدنې وروسته د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته لاړ.
تېره اونۍ د پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف نژدې کسانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې ارګ او سپیدار د سیاسي ننګونو پایته رسولو لپاره حس نیت ښودلی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف، محمد کریم خلیلي او محمد یونس قانوني هڅه کوي، چې هېواد کې روان سیاسي بحران ته د پای ټکی کېږي.





