په افغانستان کې د هندوستان او پاکستان د نیابتي جګړې له زور اخیستو ویره

په افغانستان کې د هندوستان سفیر امیر سینها رسنیو ته د خبرو پر مهال ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې نړېوالې ټولنې ته د حقاني شبکې مشر د طالبانو د رهبر په توګه و پېژني.

د هند سفير زیاته کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د سولې خبرو اترو په برخه کې د مرستې په موخه غواړي له فرصت څخه په استفادې د طالبانو رهبري تعریف کړي او دا هغه څه دي، چې نه باید نتيجې ته ورسيږي.

امیر سينها زیاته کړې، چې افغان دولت باید له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې تعریف کړي.

په همدې حال کې ځينې د سياسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د نیابتي جګړې له زور اخیستو اندېښمن دي.

د سياسي چارو کارپوه فردوس کاوش وايي، چې هندوستان له دې امله اندېښنه لري، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو اترو پروسه بريالۍ شي، نو په افغانستان کې به د پاکستان نفوذ زیات او برعکس د

هند پر نفوذ به منفي اغیز وکړي.

د هغه په خبره افغان حکومت باید هندي چارواکو ته ډاډ ورکړي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې به دوی ته هيڅ راز زیان و نه رسوي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی نقیب الله فایق وايي، چې پاکستان هڅه کوي د حقاني شبکه د طالبانو د رهبر په توګه معرفي کړي.

خو د طالباني چارو کارپوه وحید مژده بیا وايي، چې که پاکستان غواړي د سولې د خبرو اترو پروسه زیانمن کړي، نو دا احتمال شته، چې د حقاني شبکه د دغې ډلې د مشر په توګه معرفي کړي.

و مو غوښته، چې د هندوستان د دغې ادعا په اړه د پاکستان د سفارت نظر هم تر لاسه کړو، خو په بیا بیا هڅو بریالي نه شو.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې وروسته له څو میاشتو د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو په پاریس کې د اقلیم د بدلون اړوند غونډې په څنډه کې د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

له دغې ليدنې وروسته د پاکستان د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر اعلام وکړ، چې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو د سولې خبرو اترو او هغو ډلو سره، چې د سولې له پروسې سره نه يوځای کيږي د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام