کرزی: له امریکې ازادي اخلو او افغانستان يې له شره خلاصوو

 پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، نور يې له افغانستانه د امریکايانو د ویستلو پخه اراده کړې او غواړي، چې دغه هېواد نور له جنجاله وژغوري.

 پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي محور په نوم ګوند له خوا جوړې شوې غونډې ته د شنبې ورځ کابل کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکې له خوا د ستر غیر اتومي بم غورځول د امریکې ښکاره تېری او افغانستان ته سپکاوی وباله.

د کرزي پر وینا، د امریکې دا پوځي کړنه د افغانستان د واکمني د نقض په معنا ده او د سیمې چاپیریال يي زهري کړی دی.

«بیا په ژوند کې هغې پریکړې ته ورسیدم چې د وجدان قناعت سبب مې شوه چې دا خاوره د امریکې له شره خلاصوو پرون امریکې پر موږ تېری او موږ ته يي سپکاوی کړی او ددې سپکاوي په ځواب کې له امریکې خپله ازادي اخلو.»

پخواني ولسمشر دا هم وویل، چې له دې وروسته اوسنی حکومت خپل استازی نه بولي او وايي، چې حکومتي مشران له ملي واکمنۍ او د نوموړي د ارمانونو استازیتوب و نه‌شو کولی.

پخواني ولسمشر د حکومت پر مشرانو ځکه د ملي خیانت تور ولګاوه، چې پر وینا یې د افغانستان په خاوره کې یې د امریکې ستر بمي برید په تړاو موافقه کړې.

«د افغانستان حکومت تیره ورځ اعلان و کړ چې دوی خبر وو او له امریکې سره توافق کړی و چې زموږ په خاوره کې مهلک بمب و غورځوي څرنګه مو امریکې ته اجازه ورکړه چې د اتمي بم په اندازه ستاسو په خاوره کې بمب واچوي زه د افغانستان یو فرد په توګه حکومت خپل استازی نه بولم د خپلې ملي واکمنۍ استازی يې نه بولم او پرېکړه مې کړې چې امریکا د افغانستان له خاورې و باسم.»

ارګ پر خپله ټویټر پاڼه د پخواني ولسمشر څرګندونو په غبرګون کې لیکلي دي، چې دلته د وینا ازادۍ هیواد دی او هر افغان د خپل نظر څرګندولو حق لري.

افغان چارواکو ویلي دي، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډوعملیاتو په پایله کې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اووښتې .

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ددغه بمب استعمال په پایله کې ۹۴ داعشان وژل شوي او د دې ډلې څو پټنځایونه، سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.

د امریکې غیر اتومي بمب GBU-43 چې د داعش ډلې له منځه وړلو له‌پاره کارول شوی د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۳ میلادي کال کې عراق ته وړل شوی وو، خو کارول شوی نه و.

د حقوقي پلوه د ډیورنډ کرښه لغوه ده

یو شمېر حقوق پوهان وايي، چې د نړیوالو قوانینو پربنسټ کله چې تړون له یو لوري له ستونزو سره مخ کیږي باید هغه تړون لغوه شي.

حقوق‌پوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپي د شنبې ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، نړیوال تړونونه هغو تړونونو ته ویل کیږي، چې مقابل لوري په کې له زور، درغلۍ او له جبره کار وا نه‌خلي.

له‌دې وړاندې د ولسي جرګې غړي عبدالطف پدرام ویلي وو، چې د ډیورنډ کرښې تړون د عبدالرحمان خان پاچاه د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوی او حقوقي اعتبار لري.

خو د ساپي پروینا، هرکله چې دواړو لورو ترمنځ په تړون کې ستونزې رامنځته شي او یو لوری ترې خوښ نه وي هغه تړونونه لغوه شمېرل کیږي.

هغه وویل: « د ډیورنډ کرښې په تړون کې فشار، زور او درغلۍ شته  قصدي او غېر قصدي تېروتنې چې نړیوال اعتبار نه لري پاکستان له هغه وخته نه و او بل لوری انګریزان وو چې هغه استعمارګر وو.»

 پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم غونډې ته وویل، دده د واکمنۍ په لومړیو کلنو کې پاکستاني چارواکو ترې غوښتي وو، چې د ډيورنډ کرښه دې په رسميت  وپيژني.

« له لومړۍ ورځې چې خپل حکومت مې پيل کړ پاکستان دوه شیان غوښتل په لومړۍ لیدنه کې جنرال مشرف چې راغلی وو ما ته يې وویل چې له هند سره اړیکې محدودې کړﺉ او د ډیورنډ کرښه په رسميت  وپيژنۍ یو خوا د خپلواکۍ او بهرني سیاست او ازادي مسله وه او بل خوا زموږ د خاورې.»

 د کرزي پروینا، هغه مهال له افغان حکومت سره د ډیورنډ تړون د بریټانوي هند حکومت د سیاسي نفوذ له پاره حدود ټاکل وو.

 د ډیورنډ کرښې په اړه هوکړه د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۸۹۳ کال د هند برتانوي استازي مور ډیورنډ سره هغه لاسلیک شوې وه، چې د پاکستان په نوم له سره د نړۍ سیاسي نقشه کې کوم هیواد نه و.   

 د پاکستان په نوم د هېواد منځته راتلل د هغه مهال افغانستان حکومت دغه کرښه په رسمي توګه ونه پيژندله او لاهم ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ په اړه اختلافات پر ځای پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام