پاکستان ته د طالب پلاوي پر تګ او د حکومت پر چوپتیا د شنونکو نیوکې

که څه هم پاکستان د طالب ډلې پر سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د حقاني شبکې پر مشر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته د دوی پر سفر او د شتمنیو پر کنګل کېدو بندیزونه لګولي، خو د ملاعبدالغني برادر په مشري یوه طالب پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.

په قطرکې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغه دفتر مشر ملاعبدالغنی برادر په مشري یو پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه یاد هېواد ته تللی دی.

د شاهین په وینا، د سولې په اړه تر نړیوالو د نظر رسولو په موخه دا سفرونه دوام لري او په نږدې راتلونکي به نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

سره له دې چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د افغانستان حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو د چارو شنونکي د پاکستان دغه کار د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي، د پاکستان له لوري طالب پلاوي ته د بلنې ورکول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او دغه راز د ملي حاکمیت د نقض په مانا دی.

د نوموړي په وینا، دولت باید ژرترژره په دې اړه خپل دریځ څرګند او په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه په رسمي ډول د طالب پلاوي د وربللو او د خبرو د اجندا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

موږ هڅه وکړه په دی اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت له ویندویانو سره خبرې وکړو.

د چارو یو بل شنونکی یونس فکور وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا طالب مشرانو ته رسمي بلنه او له هغوی سره د افغانستان د ځینو مسایلو په اړه خبرې کول هغه ادعاوې ثابتوي چې طالبان د پاکستان د سیاست د سیمه‌ییزو وسیلو په توګه کار کوي او د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې اوسېږي او په افغانستان کې د فعالیت پلان یې هم همالته جوړېږي.

فکور وايي، پاکستان نه یوازې له طالبانو نه د وسیلې په توګه کار اخلي، بلکې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه هم کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پرېکړې له مخې پر ملابرادر او سراج‌الدین حقاني ځینې تحریمونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو په کمېټه کې پر یادو کسانو د سفر بندیز او د وسلو پر لېږد د بندیز تر څنګ، د شتمنیو کنګل کېدل هم شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام