
د افغان سولې لهپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له نیوکې وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډول خبرې د دواړو هېوادو اړیکو او د افغانستان سولې بهیر ته زیان رسوي.
ښاغلي محب تېره پنجشنبې امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د خپلو ګټو لهپاره غواړي په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت او مشري یې دی پرغاړه واخلي.
ځېنې سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې غړي باوري دي چې دغه ډول دریځ له افغانستانه د نړۍوالې ټولنې مخ واړوي.
د سیاسي چارو څېړونکی اسحاق اتمر وایي، د افغانچارواکیو دغه ډول دریځ د هېواد په ګټه نه او د دواړو هېوادو اړیکې به خړېپړې کړي.
د اسحاق اتمر په وینا، د ښاغلي محب دریځ به لامل شي چې امریکا پر بدیل حکومت فکر وکړي.
د سیاسي چارو د شنونکي په وینا ولسمشر غني په کور دننه او بهر کې د ملاتړ له بحران سره مخ شویدی چې پر همدې دلیل به حکومت د سولې له خبرو ګوښی شي.
د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي د ښاغلي محب څرګندونې نامسوولانه او له واقعیته لېرې ګڼي، وایي چې دغه ډول دریځ حکومت د مشروعیت له کړکېچ او سیاسي بېثباتي سره مخ دی او ناوړه پایلې درلودلی شي.
د ده په خبره، ولسمشرغني داسې سوله غواړي چې د ده پر محوریت وي او بحران هم له همدې نکتې پيدا شویدی.

د ملي امنیت مشاور له خبریالانو سره په خبرو کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړیو چې ولسمشر محمداشرف غني څنډې ته کوي او د موقت حکومت جوړولو هڅه کوي.
ښاغلي محب په امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د خپلې شخصي موخې لهپاره د موقت حکومت جوړول او د هغه په راس کې درېدل غواړي.
پرون (جمعه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب احضار کړیو او هغه ته یې ویلي وو، پر زلمي خلیلزاد تور پورې کول د امریکا پر بهرنیو چارو وزیر تور پورې کول دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په اړه د ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت مشاور د حمدالله محب له څرګندونو وروسته بېګا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټه امنیتي غونډه جوړه کړېوه.
ورته مطالب:
محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍوال تروریزم د ختمېدو معنا ونهلري
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو طرحو په اړه هوکړه
د سولې په خبرو کې ابهام او له ترهګرو سره د پاکستان اړیکې باید روښانه شي





