د نيمروز پر زنداني ښځو جنسي تېری شوی

د نیمروز زنداني ښځې ادعا کوي، چې د دغه ولایت د زندان مسوولینو له خوا له وهل ټکولو وروسته پرې جنسي تېري هم شوي دي.

د یاد ولایت له زندانه ښځو سلام وطندار ته د ټېلفون پر کرښه ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په زندان کې د پولیسو له لوري د زیات وهلو ټکولو وروسته اوس يې اعتصاب هم کړی دی.

بي بي نګاره، چې په یاد زندان کې يې درې کلونه تېر کړي وايي، په زندان کې د پولیسو له لوري  وهل او ټکول شوې ده. 

د معلوماتو له مخې په دغه زندان کې ۱۱ ښځينه او ۳ ماشومان زنداني دي.

له بل لوري بي بي حسینه، چې د خپل مېړه په وژنې زنداني شوې ده وايي، د زندان مسوولینو له لوري وهل ټکول کيږي او هم سپکې او سپورې ورته ویل کيږي.

که څه هم پر دغه د محکمې له لوري د قید حکم شوی، خو د زندان مسوولین په غېر قانوني کړنو تورنوي.

د هغې پر خبره په زندان کې د مسوولینو له لوري پر ځينو ښځو جنسي تېری هم شوی دی.

بي بي حسینې زیاته کړه، د قانون له لوري بندیانو ته، چې کوم حقوق ورکول شوي دوی ته نه رسيږي.

دوی خبرداری ورکوي، که يې حکومت غوښتنې و نه مني او د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه و نه کړي، نو ځانونه به و وژي.

له بل لوري د ۵۰۵ بُست زون قوماندان جنرال عصمت الله دولتزايي د دغو ادعاو په ردولو سره وايي، چې دوی له زندانه هر وخت څارنه کوي او تر اوسه دوی ته پر ښځينه زندانیانو د زور زیاتي راپور نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه، که ښځينه زندانیانې په دې اړه ستونزې لري او یا هم په دې اړه کره اسناد لري، نو د نيمروز له استیناف څارنوالۍ سره دې شریکې کړي.

نیمروز هغه ولایت دی، چې د وګړیو شمیر یې د نورو ولایتونو په پرتله کمه ده، خو دلته برخلاف د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي، چې زیات کورنۍ ترې ځوریږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام