له هند سره د اړیکو پراخول او پر بندونو د کار پیلول د تورخم لانجې د پیلدو لاملونه دي

پنځه ورځې وړاندې پاکستاني پوځيانو په تورخم کې د تاسیسانو پر جوړولو کار پېل کړل، چې له امله يې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ ۳ ورځې نښته روانه وه او په پایله کې دواړو غاړو ته مالي او ځاني زیانونه هم واوښتل.

خو د چارو شنونکي وايي، چې افغان دولت غواړي د هېواد اوبه کابو کړي او دغه مسله پر پاکستان ښه اثر نه دی کړی.

همدارنګه د دوی پر وینا، له بل لوري له هندوستان سره د اړیکو نږدې کېدل، د بندونو د کارپېل او پر پاکستان بهرني فشارونه دا ټول هغه لاملونه دي، چې پاکستان يې وارخطا کړی او په نتیجه کې يې د تورخم لانجه رامنځ ته کړه.

د چارو شنونکی محمد اسحق اتمر سلام وطندار ته وویل، کله چې د سلما د بند چارې د هند په مرسته وروستۍ شوې او د کجکي او نورو بندونو د کار پېلول مسله راپورته شوه، نو پاکستان سره دا تشویش پېدا شو، چې افغانان به پر ځان بسیا شي او دا مسله د پاکستان له پاره هیڅ د منلو وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړه، همدغه لاملونه دي، پاکستان ځينې هڅې پېل کړې او داسې پلان يې تنظیم کړی، چې څرنګه افغانستان تر فشار لاندې راولي.

محمد اسحق اتمر زیاتوي، چې د تورخم لانجه کولی شي پر افغانستان له یو خوا نه د یو فشار په ډول وي او له بلې خوا په یوه طریقه د ډيورنډ د کرښې رسمي کولو چارې هم پېل کړي.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان به دغه فشارونو ته ادامه ورکړي، تر هغه چې له افغان حکومته وغواړي، چې افغانستان له هغو هېوادونو سره خپل روابط محدود کړي، چې پاکستان يې نه غواړي.

دغه راز د چارو بل څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډېپلومات احمد سعیدي وايي، پاکستان دا تمه لرله، چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره به افغان چارواکي له پاکستان سره اړیکې ډیرې نږدې کړي او هند شا ته وغورځوي داسې و نه شول.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان بې وفايي د دې لامل شوه، چې افغان دولت له هند سره نږدې شي.

د تورخم د لانجې په تړاو پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې دوی به په تورخم او نورو ځایونو کې دروازې جوړې کړي.

خو افغان چارواکي بیا وايي، چې دوی د شوي هوکړه لیک پر بنسټ حق نه لري، چې کرښې ته نږدې تاسیسات جوړ کړي او ټاکل شوې، چې د همدې موضوع په تړاو د خبرو په موخه افغان دولت یو پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ پاکستان ته هم واستوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام