
یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلاموطندار ته وايي، د طالبانو ډله حاضره نهده چې د ولسمشر غني په څېر د افغان حکومت له ځانګړیو ډلو سره د سولې خبرې وکړي.
د سرچینې په وینا، اوس دغه ځانګړې کړۍ له امریکا سره هم ښې اړیکې نهلري او همدا لامل دی چې طالبان ورسره د خبرو کولو لېوالتیا نهلري.
سرچینه زیاتوي، دا ډله چمتو ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر د افغان حکومت له نورو چارواکیو سره د سولې خبرې وکړي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو ډله حاضر ده له اجراییه رییس سره د سولې خبرې وکړي؛ ځکه عبدالله یو استواره او نه بدلېدونکی سیاستوال بولي.
د سرچینې په وینا، د نوي حکومت جوړولو لپاره په نړیواله کچه هم خبرې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شپږم پړاو خبرو اترو کې د ملي یووالي حکومت په استازولۍ د عبدالله عبدالله د ګډون په اړه ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي دي.بلهخوا ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په قطر کې د سولې خبرو شپږم پړاو خبرې پیل شي او ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، تر هغه چې طالبان مخامخ خبرو ته حاضر نهشي، په دا ډول ناستو کې ګډون نهکوي.
اړوند مطالب:
دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو
ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه رسېږي
لاریونوال: بینالافغاني سوله او اوربند غواړو

سرچینه د سولې خبرو په شپږم پړاو کې د اجراییه ریاست د پلاوي ګډون د رد یا تایید په اړه څه نه وايي، خو وايي چې له طالبانو سره د سولې پر هوکړهلیک هم کار روان دی، «خو دا طرحه به هرومرو له مخالفتونو سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره مخامخ خبرې غواړي او تل یې ټینګار کړی چې له یادې ډلې سره له مخامخ خبرو پرته د سولې هر ډول مذاکرات د افغانستان قضیه نه حلوي او نه هم عملي دي.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د ارګ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو و نه توانېدو. طالبانو هم تر اوسه په دې برخه کې څه نهدي ویلي.





