مدني بنسټونو، ځوانانو او دیني عالمانو د تل‌پاتې اوربند غوښتنه وکړه

ځېنو مدني بنسټونو، ځوانانو او دیني عالمانو نن کابل کې یوه غونډه کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ له اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ.

دوی هیله څرګنده کړه چې دغه لنډمهالی اوربند په تل‌پاتې اوربند بدل شي.

مدني فعال عمر یعقوبي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند په نیک فال نیسي او هیله‌من دی چې هېواد کې دایمي اوربند ته زمینه برابره کړي.

دیني عالم میرحسین‌شاه ناصري هم د افغان دولت او د طالبانو له‌دې اقدامه ستاینه کوي او وايي، امکان شته چې څو ورځنی اوربند داسې هېواد کې چې کلونه کېږي د جګړې په اور کې سوځي؛ تل‌پاتې سولې ته لاره هواره کړي.

د سولې عالي شورا استازی امین‌الدین مظفري هم دې غونډې ته وویل، لنډمهالي اوربند ته د قدر په سترګه ګوري او هیله‌من دی چې هېواد کې تل‌پاتې سولې ته زمینه برابره شي.

د لومړي ځل له‌پاره افغان حکومت د روان کال د جوزا میاشتې په اولسمه نېته، طالبانو سره جګړه کې د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

له طالبانو سره د اوربند په اړه د ولسمشر غني له ویډیويي پیغام خپرېدو دوې ورځې وروسته طالبانو هم یوه اعلامیه کې وویل چې یوازې د اختر په درېیوو ورځو کې به په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي؛ خو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به یې بریدونه همداسې روان وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام