د ثور په اتمه په یوه ټلویزوني ګردي میز کې د تنظیمونو د کړنو، د شوروي اتحاد او د دوی پلوی حاکمیت پر وړاندې د افغانانو مبارزې په اړه یوه ګډونوال، چې د استاد عبدالرب رسول سیاف د تنظیم له ادرسه یې خبرې کولې د همبستګي ګونډ پر یوه استازي برید وکړ او رسنیز بحث یې په فزیکي نښتې بدل کړ.
د همبستګي ګوند استازي د تنظیمونو پر کړنو نیوکې وکړې او له "راوا" بنسټ نه یې دفاع کوله، خو د سیاف تنظیم استازي د راوا ګونډ د استازي خبرې ونه شوې زغملای او ور سره یې نښته وکړه.
د افغانستان د همبستګۍ ګوڼد او "راوا" بنسټ دواړه د " نوین د یمو کراتیک خوځښت" پاتې شوني دي.
هغه څوک، چې د هېواد له څلورو لسیزو تاریخ په اړه مطالعه لري په دې پوهیږي چې د افغانستان چپ خوځښت له دوو جبهو نه جوړ شوی و، د خلق دیموکراتیکه جبهه چې وروسته په خلق دیموکراتیک ګوند شهرت و موند او د ثور د اوومې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسیدل او دویم نوین دیموکراتیک خوځښت و.
خلق دیموکراتیک ګونډ د شوروي اتحاد له کمونیست ګوند او دیموکراتیک نوین د چین دولت له اډیا څخه متاثره وو.
کله چې خلق دیموکراتیک ګوند سیاسي واک تر لاسه کړ نوین دیموکرتیکې جبهې د دوی پروړاندې سلاح پورته کړه. دې جبهې خلق دیموکراتیک ګونډ ته د سوسیال امپریالیزم لاس پوڅی حاکمیت نوم ورکړ او د جګړې ډګر ته ورسره ښکته شول.
له بل لوري نوین دیموکراتیکه جبهه د اډیالوژيک اختلاف پر سر له نورو تنظیمونو سره په جګړه ونښتل، په دې معنا چې له یوې خوا د وخت له دولت او له بل لوري له تنظیمونو سره په نښته کې شول.
په دوه لورې جګړې کې دغه خوځښت ورو ورو د شننې په لور لاړه او وروسته له یو وخت نه د هېواد له سیاسي صحنې نه حذف کړی شول.
له سیاسي صحنې د راوا خوځښت حذف کېدلو لامل د دولت او تنظیمونو له خوا په جګړه کې راګېرېدل په موخه نه و، بلکې د ثور اوومې له کودتا نه وړاندې دغه خوځښت په بېلا بېلو برخو تجزیه شوی و او د بنسټ په دننه کې یووالي نه و موجود.
د ثور اوومې کودتا نه وروسته د دیموکرایتک نوین جبهې زیاتره پېژندل شوې څېرې د خلقیانو له خوا په دار وځړول شول.
د دې جبهې پاتې غړي د "راوا" بنسټ او همبستګي ګوند کې راټول شوي دي او د موجوده حکومت، تنظیمونو، حذف شویو ګوندونو او خلق دیموکراتیک ګوند له سختو نیوکه کوونکو نه دي.
د راوا بنسټ او همبستګي ګوند ځنې غړي لا اوس هم اډیالوژیک دي. له لویدیځه او امریکا نه د دوی په رسنیزو مرکو کې اډیالوژیکه انګیزه لیدل کیږي.
همبستګي ګوڼد او راوا بنسټ ځانونه د ښاري حقونو او بشري حقونو ملاتړي بولي خو لا تردې دمه یې په خپلو تېرو اډیالوژیکو کړنو باندې نیوکه نه ده کړې.
د نوین دیموکراتیک خوځښت پاتې کسان تل په ګردیو مېزونو کې تنظیمونه د کابل په ورانولو چې اوویایمې لسیزې د لومړۍ نیمايي په نښتو کې وران شو ګرم بولي.
په هېواد کې د رسنیو خلاصه فضا د دې لامل شوې ده چې د هر ګوند او جبهې استازي د رسنۍ په یوه میز کې سرا راټول شي او پر بېلا بېلو مسایلو سره بحث وکړي، بلکې په رسنیو کې کېناستل او په مسایلو بحث کول ځینې اصول لري چې ګډونوال باید هرو مرو دغو اصولو ته ژمن پاتې شي.
د سیاسي ګونډونو او بنسټونو استازي کله چې د یوې رسنۍ په ستډیو کې ناسته کوي، په یاد ولري چې دا د یوې رسنۍ ستډیو ده نه د جګړې ډګر.
د دغو ګوندونو استازي باید پر یوبل د منطق او دلایلو له ژبې خبرې او نیوکې وکړي، د دوی فزیکي نښتې د عمومي اخلاقو منافې کوونکې دي.
عبدالرب رسول سیاف هغه شخصیت ده، چې د وینا کولو په ترڅ کې یې د حلالو او حرامو پولې معلومې کړي دي.
نوموړی ډېر نفوذ لري او ډېر خلګ پرې حساب کوي، نو د ده له شان سره نه ښيي چې د ده د ګوند یو استازی په ټلویزیوني خپرونه کې پر سیال لوري برید وکړي.
څرنګه چې نوین دیموکراتیک جبهه په خپل تېرو کړو نقد نه کوي همدا ډول تظیمونه هم پر خپلو تېرو مخینو نیوکیزه څېړنه او کتنه نه کوي.
د ډاکټر نجیب الله له سقوط وروسته تنظیمونه د سیاسي واک پر سر له یو بل سره ونښتل او تر پایه پورې د یو واحد دولت په جوړېدو کې پاتې راغلل.
نړېوالو رسنیو دوی ته د ناکامو دولت جوړونکو لقب ورکړ. د تنظیمونو رهبرانو یواځې د شوروي او د هغه وخت د شوروي ملاتړي دولت د رانسکورولو پلان درلود.
د بریالي کېدو وروسته یې د هېواد له پاره کوم پلان نه لاره، د تنظیمونو رهبران په خپلو کې سره په جګړه بوخت شول او د هېواد د راتلونکي له پاره یې د انساني ځواک د روزنې له پاره کوم هم منظم پلان نه و طرحه شوی.
د دې تنظیمونو رهبران تر دې مه هم د خپلو پلویانو په منځ کې یې په خپلو غلطیو اعتراف نه دی کړی او د دوی پلویان هم په دې اند دي، چې د دوی د تنظیمونو رهبران پر حقه او هیڅ ډول نیوکه باید پرې ونه شي یواځې او یواځې سیال لوری یې ګناهکاران و.
په ټلویزیونې بحثونو کې باید سیال لوري د یو بل نیوکو ته غوږ کېدي او له اورېدلو وروسته ورته منطیقي ځوابونه وړاندې کړي.
که د سیاف د تنظیم استازی ادعا لري، چې د راوا بنسټ له پاکستان او طالبانو سره اړیکه لري، نو په کار ده چې په سړه سینه سره خپله ادعا خلکو تر غوږونو ورسوي.
د تنظیمونو استازي کولای شي، چې د اسنادو په لرلو سره خپلې ادعاوې ثابتې او د رسنیو په واک کې یې ورکړي.
نه داچې په د رسنیو په ستډیو ګانو کې نښته وکړي.
په کار وه، چې سیاف د ثور اتمې په مناسبت په خبرو کې د خپل استازي په چلند نیوکه کړې وی.





