ترکیه د افغانستان له سولې پر ملاتړ او د ترهګرو ضد مبارزې ټینګار کوي

د ترکیې لومړی وزیر بن‌علي یلدریم د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی. ښاغلي بن‌علي یلدریم له اجرایوي رییس عبدالله سره ګډې خبري غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، د همکاریو په دوام، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، د اقتصادي اړیکو په پراخېدو، د افغان-ترک ښونځیو په څرنګوالي او په ځېنو نورو مسایلو خبرې وکړې.

د ترکیې لومړي وزیر د افغان دولت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو او د سولې په اړه د افغان ولسمشر له وروستیو وړاندیزونو ملاتړ څرګند کړ.

دغه‌راز اجرایوي رییس عبدالله وویل، کابل ته د ترکیې د لومړي وزیر راتګ موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړیو اړیکو دوام دی.

هغه وايي، ترکیې حکومت د روان میلادي کال په مې میاشت کې د یوې درې اړخیزې ناستې له‌پاره زمینه برابره کړې او ټاکل شوې، د ګډ اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شي چې د کډوالو او یوشمېر نورو مسایلو په اړه به هم په کې خبرې وشي.

ټاکل شوې د ترکیې لومړی وزیر نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدنه ولري او د بېلابېلو مسایلو په اړه به خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام