د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د روسیې د هڅو ملاتړ کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چمتو دي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب او له افغان چارواکیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د سولې عالي شورا د روسیې دغه کار ستایي خو د چارو شنونکي بیا د روسیې دا ډول هڅو د پایلو په اړه یوه خوله نه دي. 

د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار سلام‌وطندار ته وویل د افغان سولې له‌پاره د روسیې د هڅو هرکلی او ملاتړ کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون خبریالانو ته ویلي چمتو دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب وکړي.

ښاغلی قاسمیار زیاتوي شونې ده چې په دې اړه په نږدې راتلونکي کې یوه ستره غونډه هم جوړه شي.

د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاحسین مرتضوي وویل چې افغان دولت د سولې دروازې پرانیستي دي خو د سولې مدیریت افغان دولت کوي او دا بیا دولت تشخیصوي چې چېرې او څرنګه باید خبرې وشي.

د روسیې د دغو څرګندونو په اړه د سیاسي چارو څېړونکی اکبرجان فولاد وایي، روسیه د خپلو ګټو له‌پاره دغه کار کوي؛ روسیه په افغانستان کې ښه مخینه نه لري او امریکایان او نور لوېدیځ هېوادونه هم پر دوی باورنه لري.

دی زیاتوي څرنګه چې اوس هم روسیه د افغانستان په چاروکي لاسوهنه کوي او په وینا یې روسیه د شمال په لانجو او ناامنیو کی ښکېل ده؛ په شمالي ولایتونو کې یې ډېرې وسلې ویشلي دي. دی وايي، نه شی کولالی د سولې په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.

خو د چارو بل څېړونکی محمداسحق اتمر بیا وایي، روسانو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې ټیکاوو د دوی اوسیمې په ګټه دی او په وروستیو دوو کلونو کې له طالبانو سره د هغوی اړیکی ښې شوي دي او روسیه غواړي د سیمې په بدلونونو کې ځان شریک کړي.

ښاغلی اتمر زیاتوي که په سیمه کې منفي سیالی پای ته ورسېږي دا به د سیمې هېوادونو په ګټه وي او په افغانستان کې به هم سوله راشي.

د افغان سولې په اړه په دې ورستیو کې په ملي او نړیواله کچه هڅې ګړندۍ شوي دي؛ د ریپوټونو له‌مخې په دې ورستیو کې په ترکیه او بیا اوس اوس په اسلام‌اباد کې په یو نه یو ډول د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ خبرې شوې دي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه هڅې ګړندۍ شوي چې د ډېرو افغانانو په زړونو کې یې د سولې خبرو پیل او د بریالیتوب هیلې یې راټوکولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام