
د ملي مصالحې شورا رييس عبدالله عبدالله وايي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ بينالافغاني مذاکرات پيل شي. نوموړي دا خبره د افغانستان د سولې او جګړې مطالعاتو انستیتیوت کې د وینا پرمهال وکړه.
له دې سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دغې ډلې پلاوي او پاکستاني چارواکيو د بینالافغاني خبرو د پیل پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو بحث کړی دی.
سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دغې ډلې ۶ کسیز پلاوي پاکستاني چارواکيو سره دغه هېواد کې د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو او د صادراتو پر وړاندې پر خنډونو هم خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، پاکستاني چارواکيو ورسره ژمنه کړې چې د دغو ستونزو لرې کولو کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
په همدې حال کې پاکستاني لیکوال او ازاد خبریال رزاق برق سلاموطندار ته وویل، پاکستان د امریکایي چارواکيو په غوښتنه د قطر دفتر نه طالب پلاوي ته بلنه ورکړې، ترڅو د هغوی باور ترلاسه کړي او د بینالاافغاني مذاکراتو په څرنګوالي او په تړاو یې د راولاړو شویو ستونزو د حل په اړه ورسره خبرې وکړي.

د برق په وینا، د پاکستاني او طالب پلاوي د بحث وړ یو مورد هم دا دی، ترڅو پاکستاني چارواکي طالبان د هغو شپږو زندانیانو په نه خوشې کولو راضي کړي چې د فرانسې او اسټرالیا د سرتېرو په وژنې تورن دي او دغو هېوادونو یې خوشې کولو سره مخالفت کړی دی.
نوموړی وايي، د ا خبرې د ایاسای د مشر حامد حافظ په مشرۍ د تړلو دروازو تر شا شوې دي.
ازاد خبریال رزاق برق زیاتوي، د دوی موندنې ښیي چې د افغان حکومت هغه ۲۲ کومانډو ځواکونه او پیلوټان چې پخوا طالبانو نیولي وو، اوس د پاکستان کوهاټ ته لېږدول شوي، خو په وینا یې، طالبان دا نه مني او وایي چې دغه کسان افغانستان کې ساتل کېږي.
د برق په وینا، د طالبانو دغه ۶ کسیز پلاوی له تېرو درېیو ورځو راهیسې اسلاماباد کې پاکستاني چارواکيو سره په خبرو بوخت دی او معلومه نه ده چې کله به یې لېدنه پای ته رسېږي او پایله به یې څه وي.





