د پاکستاني پلاوي تعقیب؛ کابل اسلام‌اباد ته پلاوی لېږي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د راتلونکې جمعې په ورځ یو دولتي پلاوی به اسلام‌اباد ته سفر وکړي او دغه پلاوی به د هغه هېواد له چارواکیو سره په کابل کې د وروستۍ هغې غونډې په اړه چې د پاکستاني پلاوي سره شوې وه؛ هغه پرېکړې او ژمنې تعقیب او خبرې اترې پرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت احمدي سلام‌وطندار ته وویل، د افغان دولت دغه پلاوی د ترهګرۍ پرضد مبارزې، د سولې په برخه کې په همکارۍ، اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې اترې وکړي.

ښاغلي صبغت د پلاوی ترکیب په اړه ډېر جزیات ورنه کړل او یوازې وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت او د یوشمېرو نورو ادارو غړي په دې پلاوي کې شامل دي.

دا داسې مهال ده، چې کابل ته د پاکستاني پلاوي له راتګ وروسته د هغه هېواد د پوځیانو له‌خوا د کونړ ولایت په ۵ ولسوالیو توغندیزو بریدونو زور اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام