.jpg)
که څه هم لهدې مخکې خلکو دولتي بنسټونو کې د کمکاریو، له مسوولیتونو د تېښتې او بیروکراسۍ په اړه شکایتونه لرل او دغه بنسټونه یې په پرلهپسې ډول په فساد او قانونماتولو تورن کړي؛ خو دا ځل د شکایت غږ د حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې پورته شو.
د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د «حقوقي مرستو ملي کنګرې» غونډې کې ـ چې د هېواد په کچه د باکیفیته حقوقي مرستو وړاندې کولو، د ننګونو له منځهوړلو او د شته اړتیاوو او حقایقو او د نوې پالیسۍ په مطابق د بیا ارزونې په موخه ترسره شوېوه ـ وویل چې یو شمېر دولتي بنسټونو نه یوازې خپل قانوني مسوولیتونه او دندې په سمه توګه نهدي ترسره کړي؛ بلکې د خلکو په حق کې یې هم جفا کړېده.
ښاغلی دانش د مثال په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوم اخلي او وايي، سره لهدې چې د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کولو ۳ میاشتې تېرېږي؛ نه یوازې د پایلو اعلانولو په تړاو هېڅ معلومات نهشته، بلکې د نورو تورونو ترڅنګ، درغلیو، تخطیو او فساد د افغان دولت اعتبار هم له پوښتنې سره مخ کړیدی.
.jpg)
ښاغلی دانش د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په اشارې وايي، د خلکو حوصله کمه شوې او اړتیا ده چې حکومت دا ډول وضعیت کې هر اړخیز اصلاحات راولي.
د ښاغلي دانش په وینا، که په دا ډول وضعیت کې ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات رانهشي؛ د ولسمشرۍ ټاکنې به تر ولسي جرګې لا ډېرو درغلیو سره مخ شي.
د دې ترڅنګ ښاغلی دانش جګړه او ناامنۍ د عدلي او قضايي بنسټونو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې وبللې چې یاد بنسټونه له موثرو خدمتونو راګرځوي.
د ولسمشر غني دویم مرستیال زیاتوي چې افغانستان همدا اوس ۴ زره او ۸ سوه مدافع وکیلان لري، پهداسې حال کې چې د منل شویو معیارونو پر بنسټ باید دا شمېر ۱۵ زره تنه وی.





