
د افغانستان د ملي شورا د ۱۶مې تقنیني دورې کلنۍ غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا کې وویل، چې ښايي د راتلونکي کال امنیتي وضعیت هم د روان کال په څېر وي.
نوموړي يې یواځنی علت دا په ګوته کړ، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۰ بیلابیلې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او ښايي ټولو ته طالبانو د بریدونو زمینه برابره کړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د هغو وسلهوالو طالبانو په ګډون، چې تروریستي بریدونه کوي، ټولې ترهګرۍ ډلې د افغانستان دښمنانان دي او باید له مینځه یوړل شي، خو غولیدلو طالبانو ته د سولې دروازې خلاصې دي.
محمد اشرف غني همدا ډول وویل، چې د چارو ادارې د حکومت او سترې محکمې د خپلو اجراتو راپور چمتو کړی، وزیران هم باید د خپلو کړنو راپور ملې شورا ته وړاندې کړي.
د هغه پر خبره، ملې شورا هم مکلف دی، څو د خپلو لاستهراوړنو بشپړ راپور وړاندې کړي.
دغه راز د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په خپلو خبرو کې له ولسمشر نه غوښتنه وکړه، چې ښایي راتلونکې کال له امنیتې پلوه ستونزمن وي، نو ځکه باید د وکیلانو او هیوادوالو امنیت ته پوره پام وشي.

ابراهیمي همدا ډول غوښتنه وکړه، چې په حکومت کې د سرپرستانو کار ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي.
د ولسي جرګې رییس وویل، هغه وسلهوال مخالفین چې سولې ته غاړه ږدی د سولې دروازې ورته پرانیستې وي او حکومت دې د دولت د بهرني سیاست اساسي کرښې هم ملي شورا ته واستوي.
نوموړي زیاته کړه:" افغانستان د بېلابېلو هیوادونو د جګړې او استخباراتې سیالیو قربانی دی، نو دملي یووالي د ساتلو په خاطر، ډیپلوماتیکو اړیکو او ټولو هوکړه لېکونو او امنیتي کړنلارو ته د درناوي او داسې نورو په خاطر باید ژر تر ژره حکومت د بهرني سیاست اساسي کرښې د تایید په موخه ملي شورا ته را واستوي."
د ملي شورا د ۱۶ تقنیني دورې کاري کال پهداسې حال کې پرا نېستل کېږي، چې د قانون لهمخې دا دویم کال دی، چې په غېر قانوني ډول ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي؛ خو د دوی د کار دوام په موخه ولسمشر فرمان صادر کړی دی.





