د سولې په اړه نن ماښام د افغانستان، امریکا او روسیې ترمنځ درې اړخيزه ناسته کېږي

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ټاکل شوې نن ماښام د سولې په اړه د افغانستان، امريکا او روسيې ترمنځ درې اړخيز ناسته وشي.

دې ناسته کې چې نن ماښام په شپږو بجو د ويډيو کنفرانس له لارې کېږي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې به د تاوتريخوالي پر کمولو، د بین‌الافغاني مذاکراتو پيل، د بنديانو تبادله، دايمي اوربند او د سولې په اړه د سيمه‌ييزې او نړيوالې اجماع د تامين په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر وياند صدیق صدیقي په يوه ټوېټ کې وويل، ټاکل شوې ډېر ژر د بين‌الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته د قطر په دوحې کې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام