محمد اسحاق رهګذر د بلخ والي وټاکل شو

له ارګ سره د جمعیت ګوند هوکړې ته له رسېدو وروسته محمد اسحاق رهګذر د بلخ والي په توګه وګومارل شو. د نوي والي پېژندو په غونډه کې د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي، د جمعیت ګونډ مرستیال او سلګونو چارواکیو، ګوندي او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د بلخ لېرې شوي والي عطامحمد نور د رهګذر پېژندو په غونډه کې وویل، له ارګ سره د جمعیت ګوند د خبرواترو او د ولس ګټو ته په کتو پرېکړه وشوه محمد اسحاق رهګذر د والي او جنرال اکرم سامع د امنیې قوماندان په توګه معرفي شي.

نور وايي، دغه درې میاشتېنۍ لانجې د شخصي ګټو له‌پاره نه، بلکې د ولس ګټو په موخه وې. نوموړي هغو ته چې وايي نه باید عطامحمد نور له خپل دریځ او د ولایت له څوکۍ تېر شوی وی، وویل، دوی هغه څه چې حق یې دی له ارګ سره هوکړې ته پرې رسېدلي دي.

نور زیاتوي، له دې وروسته د افغانستان ژغورنې اېتلاف چارې پراخوي او په راتلونکیو ټاکنو کې پراخ حضور یې سیاسي پروګرام دی.

د بلخ نویو چارواکیو د پېژندنې په غونډه کې د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي شوې هوکړه بریا وګڼله او ټینګار وکړ چې ټول افغانان سره یو موټی واوسي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې عطامحمد نور د ولسمشر له‌خوا د ده، د استعفالیک له منلو او انجینیر داود د بلخ والي په توګه ټاکل کېدو سره مخالفت وښود. له دې وروسته د ارګ او جمعیت ترمنځ لانجه زیاته شوه او د ستونزې حل له‌پاره د ارګ او جمعیت له‌خوا جوړه شوې ډله بلخ ته ولاړله او بلاخره د لانجې پرحل یې هوکړه وشوه.

دغه‌راز یوې معتبرې سرچینې سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي و چې د ارګ او جمعیت ترمنځ شوې هوکړې پر اساس نجیب فهیم له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر، میرویس بلخي د پوهنې وزیر او فرهاد عظیمي د قزاقستان د سفیر په توګه د جمعیت له‌خوا ارګ ته وړاندیز شوي دي.

محمد اسحاق رهګذر د انتقالي حکومت پرمهال په لومړیو دوو کلونو کې د بلخ والي په توګه پاتې شوی او وروسته په بېلابېلو دورو کې په ولسي جرګه د بلخ خلکو استازتوب یې کړی دی. رهګذر د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی هم دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام