ولسمشر غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان بېرته واخیست

ولسمشر غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ نه د درېیو خپلواکو ادارو د بېلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.

د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزير عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشر د تازه فرمان پر بنسټ د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.

ارغندیوال زیاته کړه چې اوسمهال هېڅ کومه ستونزه نشته او د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د ماليې وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي او هېڅ بل ارګان به په کې مداخله ونه‌کړي.

ولسمشر شاوخوا درې اوونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ.

د ارغندیوال پر وینا د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو پر بنسټ صادر شوی و.

د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې ولسمشر د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام