
د افغانستان شیعهعالمانو شورا پرون ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هېوادوالو وغوښتي وو، تر هغو چې د نوملیکنې مرکزونو امنیت نه وي تامین شوی؛ پهدې بهیر کې له ګډونه ډډه وکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش رسنیز سلاکار محمدهدایت سلام وطندار ته وویل چې د افغانستان شیعهعالمانو شورا دغه دریځ د ملي ګټو خلاف دی او هېوادوال باید دا ډول خبرپاڼو ته نه، بلکې ملي بهیر ته پام وکړي.
سره لهدې چې ښاغلی هدایت د کابل ښار دشتبرچي سیمې د تذکرو وېش په مرکز کې د هېوادوالو امنیت د ټینګښت برخه کې د حکومت ناکامي منې؛ خو وايي، دا ستونزه باید په ټاکنو کې د وطنوالو ګډون مخنیوي لهپاره پلمه نهشي.
خو د افغانستان د شیعهعالمانو شورا اجرایوي غړي اسدالله یوسفي سلام وطندار ته وویل چې د هېوادوالو ځاني امنیت تر ټاکنو لومړیتوب لري.
ښاغلي یوسفي ټینګار وکړ چې دې شورا د رایورکوونکیو او پېژندپاڼو د وېش په بهیرونو کې د هېوادوالو ځاني امنیت نه تامینیدلو له امله دغه بهیر تحریم کړیدی.
ښاغلي یوسفي زیاته کړه، تر هغو چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هېوادوالو ته د دوی د امنیت ټینګښت ډاډ ورنهکړي؛ دغه تحریم به پهخپل ځای وي.
خو بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې د افغانستان عالمانو شورا له شیعه او سني عالمانو جوړه شوې چې مخکې لهدې يې په ټاکنو کې د خلکو په پراخ ګډون هوکړه کړې او پهدې برخه کې يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همکارۍ ژمنه هم کړېوه.
د افغانستان شیعهعالمانو شورا وروسته له هغې په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه وکړه چې د کابل ښار په شپږمې امنیتي حوزې کې د پیژندپاڼو د وېش په مرکز کې ځانمرګی برید وشو او په پایله کې يې شاوخوا ۲۰۰ ملکي وګړيو ته مرګوژوبله واړوله.





