د سیاسي او سلیقوي چلند له امله د چارو ادارې د کارکوونکو ډله‌ییزه استعفا

سلام‌وطندار داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د درېیوو بستونو ځېنو کارکوونکیو، د مسوولانو سلیقوي چلند او د واکمن سیاسي وضعیت په دلیل ـ چې د مخالفې جبهې کارکوونکیو له‌پاره یې فضا تنګه کړې ـ په ډله‌ییزه توګه دغې اداره کې خپلو څوکیو څخه استعفا کړېده.

مدارک ښيي چې د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړپوړي مشاوریت پخواني کارکوونکي هُما سعادت، کمالناصر همیار، عبدالمبشر احمدي او عبدالخالق عباسي، د دې ادارې له لغوه کېدو وروسته د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ د چارو ادارې کې تعین بست شويدي؛ خو د څوو میاشتو په تېرېدلو هغوی له دې ادارې څخه استعفا ورکړېده.

د استعفا لیک یوې برخه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو په چارو کې د لوړپوړي مشاوریت یو شمېر کارکوونکي ـ چې د کاري وړتیا لرلو او د پاموړ لاستهراوړنو لرلو په دلیل د چارو ادارې کې ځای پرځای شوي ـ خو د کارکوونکیو په ځانګړې توګه د دې ادارې د رهبرۍ غړیو د اصولو خلاف ناوړه چلند د دې لامل شوی چې دوی په ډله‌ییزه توګه استعفا ورکړي.

د دې ترڅنګ، سلام‌وطندار ته رسېدلي نور اسناد په ډاګه کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د دفتر ریاست، له هغو مواردو ـ چې هغوی خپل استعفالیک کې د ستونزې په توګه یاد کړي ـ کومه یادونه نهده کړې او یوازې یې لیکلي: «درناوی د هما سعادت، کمال ناصر همیار، عبدالمبشر او عبدالخالق عباسي په نومونو هر یو د اداري ستونزو په اساس د جمهوري اسلامي افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست ته پیشنهادي پاڼه کې د خپلې استعفا د منظورۍ غوښتنه کړېده.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي مشر سیدعبدالوحید قتالي هم د موضوع څرنګوالي، د لیکنې ډول او هغه څه ته چې د دغه شمېر کارکوونکیو د ډله‌ییزې استعفا د اقدام لامل شوی له پام کولو پرته، لیکي چې د محترمو هُما سعادت، کمال ناصر همیار، عبدالمبشر او عبدالخالق عباسي استعفا منظور ده.

په‌دې اړه مو په پرله‌پسې ډول د چارو ادارې د چارواکیو نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو بیا هم بریالي نه‌شولو.

د چارو ادارې ته یو شمېر نږدې سرچینې هم سلام‌وطندار ته وايي چې د سیاسي او قومي واکمن وضعیت ترڅنګ، د چارو ادارې فضا انتخاباتي شوې او هر هغه څوک ـ چې دغه وضعیت سره مخالفت وکړي ـ په بېلا بېلو پلمو له دندې ګوښه کېږي.

ورته مطالب:

پکتیکا؛ پر یو وکیل د ځمکو د غصب او له بایومتریک الې نه د ناسمې استفادې تور

د پروان د برېښنا په وېش کې پراخ فساد شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام