
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي پر بینالافغاني خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د خپل شپږم پړاو سفر پر دوام نن اسلاماباد ته لاړ.
زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهمحمود قریشي سره لیدلي دي.
په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر بینالافغاني خبرو اترو د ټینګار ترڅنګ، د یادو مذاکراتو ملاتړ کړی دی.
زلمی خلیلزاد به نن له یو شمېر نورو ملکي او نظامي چارواکیو سره هم وګوري.
زلمی خلیلزاد په قطر کې د وسلهوالو طالبانو له استازیو سره تر وروستیو ۱۶ ورځنیو خبرو اترو وروسته د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته راغی او دلته یې له حکومتي چارواکیو او یو شمېر نورو سیاستوالو سره پر افغان سولې خبرې اترې وکړې.
اړوند مطالب:





