پمپيو له ولسمشر غني او عبدالله غوښتي چې ټول‌شموله حکومت جوړ کړي؛ وحيد عمر: طالبان دې بهانې نه لټوي

د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره د افغان دولت له خوا د سولې مرکچي پلاوي تر نوملړ اعلانېدو څو ساعته وروسته، طالبانو د دغه پلاوي مخالفت وکړ او ويې ويل چې ياد پلاوی ټول‌شموله نه دی؛ خو د امریکا دغه پلاوی ټول‌شمول ګڼي او د دغه پلاوي له اعلانېدو یې هرکلی کړی.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د افغان دولت له خوا علان شوی ۲۱ کسیز پلاوی له دوی سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شوي تړون له موادو سره ټکر لري.

 د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې دغه پلاوی ټول‌شموله نه دی او هغوی به له داسې پلاوي سره خبرو ته کېني چې د ټولو اړخونو له خوا تایید شوی او استازي یې په کې موجود وي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د څو ټوېټونو په لړ کې محمد اشرغني او عبدالله عبدالله «سیالان» ګڼلي او ویلي یې دي چې دوی باید د یوه ټول‌شموله دولت د تشکیلولو لپاره هم هڅې وکړي.

 د پمپیو د ټوېټونو په یوه برخه کې له افغان مشرانو ستاینه شوې: «زه له افغان سیالانو مننه کوم چې د افغانانو ترمنځ خبرواترو لپاره یې یو ټول‌شموله پلاوی تشکیل کړ. همدارنګه زه د بندیانو د خوشي کولو او د سولې لپاره د دوی د هڅو ستاینه کوم. زه له تاسو غواړم چې ورته هڅې د یوه پراخ بنسټه او ټول‌شموله دولت جوړولو لپاره هم وکړئ.»

د پوهنتون استاد اکرام عارفي سلام وطندار سره خبرو کې وايي چې د پلاوي د تشکیل په اړه هوکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فشارونو او ګامونو پایله ده.

عارفي زیاتوي چې د پمپیو ادبیات څرګندوي چې امریکا له یوه داسې پراخ بنسټه دولته ملاتړ کوي چې په کې عبدالله عبدالله هم رول ولري.

له بلې خوا، په عامه چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر له عبدالله عبدالله سره د ګډ دولت د جوړولو په اړه د ارګ پر پخواني دریځ ټینګار کوي او زیاتوي چې د نوي حکومت د تشکیل په اړه کار دوام لري، خو د اساسي قانون خلاف به هېڅ ډول معامله ونه شي.

وحید عمر د طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې وویل چې د حکومت له خوا ټول‌شموله پلاوی جوړ شوی او د دې پلاوي څرنګوالی په طالبانو پورې اړه نه لري.

عمر زیاتوي چې طالبان دې نور بهانې نه لټوي او نه دې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي دغه راز وویل چې د پلاوي معرفي کولو په اړه د دولت مسوولیت رفع شو؛ خو دوی هم د طالبانو له خوا د معرفي شوي پلاوي په اړه ملاحظې لري.

 د ولسمشر سلاکار پوښتنه کوي چې د طالبانو پلاوی د افغانستان له کومې جغرافیې، کوم قشر او د کومو خلکو استازیتوب کوي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام