
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن وايي، دوی په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د فعالې ونډې او حضور په موخه نوې طرحه جوړه کړې، چې په عملي کېدو سره به یې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ستونزې راکمې شي.
په نوماندۍ، رایه ورکونه او د ټاکنو په ترسره کولو کې مېرمنو ته د اسانتیاوو برابرول، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د جوړې شوې طرحې بنسټیز موارد دي.
په همدې حال کې د افغانستان د رڼو ټاکنو څار بنسټ په دې وروستیو کې په ټاکنو کې د کابل د ښځو ستونزو په اړه د خپلو څېړنو ریپوټ خپور کړی، چې پر بنسټ یې د ټاکنو نوماندان په ټاکنیزو منډوترړو، رایې ورکولو او د ټاکنیزو مبارزو پر وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ ښودل شوي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو څار بنسټ ویاند حبیب الله شینواري نن د یاد بنسټ د موندنو ریپوټ خپرولو پر مهال وویل، د کابل ولایت ښځې د ټاکنیزو منډو په وخت کې له امنیتي، اقتصادي او کلتوري ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه استازو هم په دې غونډه کې ګډون درلود، دوی وویل، د ټاکنیزو منډوترړو پر وخت په مرکز او ولایتونو کې زورواکي ښځینه نوماندانې ګواښوي.
د ولسي جرګې دغو استازو له حکومته وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو فعال ګډون لهپاره عملي کړن لارې ترلاس لاندې ونیسي.





