د «خبرو اترو ډلې» ایجاد؛ اندونه او اندېښنې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وروستیو کې ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له‌پاره یې ډله جوړه کړې چې طالبانو سره د سولې خبرو د چټکوالي په پار به واشنګټن او کابل کې د امریکا په سفارت کې کار پیل کړي.

خو سیاسي شنونکي د دې ډلې رامنځته کولو په اړه بېلا بېل لیدلوري لري.

د پوهنتون استاد لطیف نظري وايي، سره له‌دې چې د خبرو‌‌ اترو ډله رامنځته کول ستونزې نه هواروي ؛ بلکې د سولې له عالي شورا له‌پاره موازې ډله شمېرل کېږي چې د دې شورا کړنې تر سیوري لاندې راولي.

د هغه په وینا، د موازي ډلو رامنځته کول وضعیت لاپسې پېچلی کوي.

ښاغلی نظري هېواد کې د شخړې هواري له‌پاره د ټولنیز عدالت په تحقق، د ملي یوالي په رامنځته کولو او قومي درزونو په مخنیوي ټینګار کوي.

ښاغلی نظري ټینګار کوي چې د افغانستان سوله د سیمې له بدلونونو سره تړلې ده.

خو بل سیاسي شنونکی فردوس کاووش وايي، د خبرو اترو ډله رامنځته کول د سویلي اسیا له‌پاره د امریکا د کړنلارې یوه برخه ده او د دې ډلې فعالیت د سولې له عالي شورا سره په ټکر کې نه‌دی.

د ښاغلي کاووش په وینا، امریکا د سولې مېز ته د طالبانو راوستلو له‌پاره د سیمې په کچه خپلې ډيپلوماټیکې او پوځي هڅې زیاتې کړې‌دي.

هاخوا د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري د امریکا له لوري د سولې خبرو اترو ډلې له رامنځته کولو هرکلی کوي او وايي، د دې ډلې رامنځته کول سولې ته په رسېدو کې له هغوی سره مرسته کوي.

د ښاغلي طاهري په وینا، په ورته وخت کې د افغانستان د سولې پروسې مدیریت او حاکمیت افغاني بولي او وايي، سږنۍ خبرې به په مخامخ توګه د طالبانو او افغانانو ترمنځ په بشپړه توګه بین‌الافغاني وي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د سولې عالي شورا او ځېنو نورو ډلو له پټو او ښکاره فعالیتونو اندېښنه څرګندوي او وايي، دا د خلکو حق دی چې د سولې خبرو له څرنګوالي باخبره شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، هغوی به راتلونکیو ورځو کې طالبانو ته د وړاندیزونو، سولې ته د رسېدو له‌پاره پروګرامونو او فعالیتونو او دغه ‌راز څو نورو پوښتنو په اړه د سولې عالي شورا یو چارواکی جرګې ته ور وغواړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام