اکرام خپلواک: طالبانو ته د ځېنو سیمو سپارلو خبرې بې‌اساسه دي

وروسته له هغې چې د حزب اسلامي مشر هېواد کې د سولې د ټینګښت له‌پاره طالبانو ته د ځېنو سیمو سپارلو موضوع ته اشاره وکړه؛ د سولې عالي شورا چارواکیو طالبانو ته د ځېنو سیمو سپارلو موضوع په کلکه رد کړه.

د ګلبدین حکمتیار له څرګندونو وروسته داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ګواکې له طالبانو سره داسې ژمنې شوي چې هرات او څو نور ولایتونه به دې ډلې ته وسپارل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا‌‌ء رییس ډاکترمحمداکرم خپلواک وویل، له طالبانو سره خبرو کې دې ډلې ته د کوم ولایت، ولسوالۍ او یا سیمې سپارل د ملت، حکومت او سولې عالي شورا په اجماع کې نه‌شته .

دا څرګندونې د سولې عالي شورا او د هېواد دیني عالمانو ترمنځ په کابل کې جوړې شوې غونډه کې وشوې.

غونډې ته ښاغلي خپلواک وویل، د سولې راوستلو په تړاو تر بل هر وخت اوس‌مهال د ولس او دیني علماوو ترمنځ همغږي ډېره شوې او د سولې هڅې په سمه خوا روانې دي.

د دې ترڅنګ د سولې عالی شورا دارالانشاء رییس ډاکترمحمداکرم خپلواک په راتلونکيو ۱۵ ورځو کې د سولې په اړه د مثبتو بدلونونو خبر ورکوي.

ده وویل، د اندونیزیا له کنفرانس وروسته به هڅې وشي چې د ځطنو اسلامي هېوادونو د علماوو ترمنځ هم د افغان سولې په اړه یو نړۍوال کنفرانس جوړ شي.

د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې د تېر پر خلاف افغان ولسمشر له طالبانو سره له مخکیني شرط او قید پرته د سولې خبرو وړاندیز وکړ او ویې ویل، که طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي د «سیاسي ګوند په توګه به په رسمیت وپېژندل شي، د طالبانو پر مشرانو به لګېدلي بندیزونه لېرې شي، اساسي قانون به تعدیل شي، د سولې له پروسې سره یوځای کېدونکیو طالبانو امنیت نیول کېږي.» خو لا هم طالبانو د حکومت د دغو وړاندیزونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام