د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ښايي له ۲۰۱۶ م زیږديز کال وروسته هم خپل ۵ زره سرتيري په افغانستان کې پاتې کړي.
په افغانستان کې د ترهګریزو بريدونو زياتېدل او تيره اوونۍ د کندوز ښار سقوط امريکايان اړ کړي، چې د ټولو عسکرو ايستلو پريکړې ته بيا کتنه وکړي.
د امريکايي لوړ پوړو مقاماتو له قوله ویل شوي، چې اوباما به په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه وروستۍ پريکړه وکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکايي لوړ رتبه پوځي چارواکو له خولې کاږي، چې دغه طرحه جنرال مارټن ډمپسي د اګست په مياشت کې وړاندي کړې وه.
د دغې طرحې له مخې به په افغانستان کې ميشت امريکايي پوځيان د داعش، القاعدې او هغو نورو ګواښونو پر ضد فعاليتونه وکړي، چې د امريکې له پاره خطر پېښولی شي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې بارک اوباما ژمنه کړی وه چې د واک د دورې تر پایه پورې به ټول امريکايي عسکر له افغانستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستنوي.
یادې ورځپاڼې ته یو امريکايي چارواکي، چې د همدغې پالیسي د جوړولو یو غړی هم دی وویل؛ جنرال جان کيمبل هم يو څو عسکر په افغانستان کې پر وظيفه ساتلو طرحه وړاندې کړې وه، خو د جنرال ډمپسي طرحه دا ځانګړتيا لري، چې هغه د امريکا سفارت پرته لږ تر لږه د ۳ نظامي مرکزونو د فعال ساتلو وړانديز هم کوي.
د جنرال ډمپسي پر وينا په بګرام او ۲ نورو ځايونو کې فعال دغه نظامي مرکزونو څخه به د اړيتا پر مهال د عملياتو له پاره بې پېلوټه او جنګي الوتکې او ځانګړې ځواکونه ليږدول کيږي.
جيمز ډوبنز، چې له ۲۰۱۳م ز څخه تر ۲۰۱۴ م ز کاله پورې د پاکستان او افغانستان له پاره د ولسمشر بارک اوباما د ځانګړي استازي په حيث کار کړی ويلي، چې دغه پرمختګ د امريکایي ولسمشر په فکر کې د بدلون څرګندونه کوي.
د ویلو ده، چې امريکایي چارواکو له دې وړاندې ویلي وو، چې شا او خوا ۱۰۰۰ عسکر په افغانستان کې پريږدي، چې د عراق په څير به يواځې د خپل سفارت او ډېپلوماټانو ساتنه کوي.
د ورځپاڼې په باور طالبان ۱۱ سپټمبر له پېښې ۱۴ کاله وروسته هم په افغانستان کې لوی ګواښ دی.
واشنګټن پوسټ ليکلي، په افغانستان کې د داعش راپورته کيدو ته په اشارې سره ليکلي، چې امريکايان نه غواړي له دې حقيقت څخه سترګې پټې کړي.
داسې هم ویل شوی، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د امريکا له لوري د دغې نوې پالیسۍ هرکلی وکړي.





