له طالبانو سره په خبرو کې دا ۱۰ مورده مه هېروئ!

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت جوړ شو؛ افغانستان په خپل جوړښت کې هېڅ سازمان شوی واحد نه‌لرلو. حکومتي جوړښت نه و، ملي‌اردو نه‌وه، پیسې نه وې او هېڅ بشري ځواک نه و موجود. په کورنیو جګړو کې ـ هغه څه چې د ډاکټر نجیب له حکومته پاتي وو ـ نابود شول. حتا مهمې دولتي ودانۍ او ادارې راونړول شوې او ورپسې طالبان لکه د کډوالو په شان په‌کې کوچ وکړ او بېرته لاړل.

په همدې دلیل له طالبانو وروسته حکومت مجبور و چې هر څه له صفره راپیل کړي. هغه څه ـ چې د وروستیو ۱۸ کلونو لاسته‌راوړنه ګڼل کېږي ـ د نړۍوالې ټولنې مرستې او د امریکا متحده ایالاتو میلیاردي ډالر وو، ګنې د افغانستان په شان یو بې‌وزله هېواد به دومره پرمختګ په سلو کلونو کې هم نه وای کړی.

 په تازه سره د امریکا متحده ایالاتو او طالب‌استازیو ترمنځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد. طالبانو افغان حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی هغه بولي او په همدې پار ورسره په‌دې خبرو کې د یو رسمي اړخ په توګه خبرو ته نه کېني. موږ په‌دې یاداښت کې هغو ۱۰ مواردو ته نغوته کوو چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د ټولو افغانانو پر ژوند مستقیم او غیرمستقیم اغېز لرلی شي.

 

۱. جوړښت

په تېرو ۱۸کلونو کې د دولت‌جوړونې بهیر په پرمخ تللی دی او افغانستان د قانون‌جوړونې، اجرایه او قضايي قواوو لرونکی شوی‌دی. که څه هم دا درې‌ګونې قوې په دیموکراتیک ډول نه‌دي بنسټیزې شوي او د دې قواوو خپلواکي او د کار ډول له عمومي تردید سره مخ دی؛ خو تمه کېږي چې د وخت په تېرېدلو سره به دا بنسټونه په ځان بسیا او د تکامل دوره بشپړه کړای شي. په وروستیو ۱۸کلونو کې د حکومت په بستر کې د وزارتونو او بنسټونو په چوکاټ کې ستره انساني منابع او امکانات رادبره شول، د طالبانو د حکومت له نظره، چندانې جذابیت نه‌لري؛ د حکومت جوړښت له طالبانو سره د خبرو پر مېز پرته هغه موضوع ده چې د بحث یو مهم اړخ یې راډک کړی‌دی.

 

۲. امنیتي بنسټونه

د افغانستان له موقت حکومت نه د پخواني شوري په ملاتړ سره په هېواد کې قوي ملي‌اردو جوړه شوه؛ خو دا ملي‌اردو د کورنیو جنګونو او اختلافاتو له امله دړې ـ وړې شوه او د الوتکو په شمول درانه جنګي او پوځي وسایل ګاونډیو هېوادونو ته انتقال او په کباړ کې وپلورل شول. د طالبانو د رژيم له پرځېدلو وروسته د افغان ملي‌اردو تشکیل له صفره راپیل شو او اوسمهال دا هېواد د ۳سوو زرو پوځي ځواک څښتن دی چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د ملي امنیت په چوکاټ کې موظف دي. افغان‌ ملي‌اردو د سیمې په کچه د بې‌سارو کمانډويي ځواکونو، زره‌پوشانو او جیټ‌ الوتکو په لرلو سره مهم ځواک ګڼل کېږي. هماغسې چې ویل کېږي، طالبان په پام کې لري چې ملي‌اردو منحل کړي او د مدرسې جنګیالي د ملي‌اردو، ملي‌پولیسو او ملي‌ امنیت په چوکاټ کې ځای پرځای کړي. د لوړپوړیو حکومتي او امنیتي چارواکیو د خبرو پر بنسټ، امنیتي بنسټونه هغه موارد دي چې د سولې خبرو کې به د بحث وړ نه ګڼل کېږي.

 

۳. ښوونیز نظام

په تېرو ۱۸کلونو کې د افغانستان ښوونیز نظام یو څه په پښو درېدلی دی. د طالبانو له رژیمه وروسته باسواده او علم‌پروره نسل کار ته مخه کړه. دې نسل د داسې زده‌کړې مخه ونیوله چې په طالباني فکر کې بدعت او کفر ګڼل کېږي. د افغانستان ښوونیز نظام یو څه له وچ سلیقوي او عقیده‌وي مباحثو واټن ونیو او نجونو او هلکانو ته د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې هم د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې. په‌دې وخت کې ډېر انساني ځواک او متخصصان را ورزول شول، په همدې اساس باید د افغانستان ښوونیز نظام له بنسټه ونه نړېږي او ځايي مدرسه‌يي زده‌کړې ونه نیسي.

 

۴. ولسواکي

په افغانستان کې د واک لېږد او د واک وېش تل خونړي جنګونه تجربه کړي‌دي او ډېر کارونه لویو کورنیو په خپل واک کې نیولي وو. د دیموکراسۍ په مهربانۍ په افغانستان کې دا زمینه برابره شوې‌ده چې هر څوک په واک او د قدرت په صحنه کې د راښکاره کېدلو هڅه کولی شي؛ د واک د انحصار په اړه نظر تعدیل شوی‌دی، اقلیتونه په رسمیت پېژندل شوي‌دي او حتا حکومت د هندوانو د استازیو منل هم په رسمیت وپېژندل او د افغانستان جمهوري نظام په هېواد کې د واک د لېږد او د واک د وېش خونړۍ کشاله اسانه کړې‌ده.

 

۵. د بیان ازادي

د افغانستان اساسي قانون د بیان ازادي له تعرضه خوندي حق بللی او په رسمیت پېژندلی دی او دې امر په افغانستان کې په کثرت سره د بیان ازادۍ په حق کې مرسته کړې‌ده. افغاني ټولنه په ذاتي ډول متکثره ټولنه ده او د بیان ازادۍ د غیرمعقولې تنازع پرځای د خبرو اترو زمینه برابره کړې او د وضعیت په ښه‌والي کې یې خورا مهم رول لوبولی دی.

راډیوګانو، ټلوېزیونونو، وځپاڼو او ټولنیزو شبکو په عمومي افکارو او روحیه خورا مثبت اغېز کړی‌ او د فکرونو په روښانه کولو کې یې مرسته کړې‌ده. طالبان به هېڅکله د اعتراض او بیان ازادۍ د زغملو توان ونه‌لري. تر یو حده فردیت ته احترام کېږي او د افغانستان قوانینو د دې مهمې پدیدې په برخه کې د قدر وړ میکانیزمونه وړاندیز کړي‌دي.

 

۶. د ښځو ازادي

د افغانستان د سنتي ټولنې په قاموس کې، ښځې ډېری د تولید ماشین او د کور غلامانې بلل شوې دي او هېڅ ښځې په ټولنیزه برخه کې د راڅرګندېدو او فعالیت حق نه درلود. اوس دا وضعیت بدل شوی؛ ښځې په ټولنه کې حضور لري، زده‌کړې کوي، کار کوي او په حکومت کې د وزیرې، سفیرې او … په توګه فعالې دي. هغه ازادي چې ښځو په تېرو ۱۸ کلونو کې ترلاسه کړي، د پام او تامل وړ دي او باور دا دی چې یادې لاسته راوړنې د سولې په مذاکراتو کې له هېڅ څیز سره د بدلولو او معامله کولو وړ نه‌دي.

 

۷. قوانین

افغانستان د قانوني جوړونې او د هغو د پلي کولو په برخه کې له شته ستونزو سره سره د سیمې په کچه تر ټولو ښه اساسي قانون لري، دغه راز نور نافذه قوانین چې د نړۍ له ننني وضعیت سره سم جوړ شوي دي. څرنګه چې طالب ډلې واک ته تر رسېدو مخکې اعلان کړی چې بشري قوانین نه مني او له خپلې خوښې سره سم دیني قوانین د راتلونکي لپاره په پام کې لري؛ نو دا دریځ به په راتلونکي کې ډېر سخت تمام شي.

 

۸. مالي نظام

د ازاد بازار نظام په افغانستان کې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. خصوصي بانکونو او سوداګریزو مرکزونو د کاري بوختیا او د خصوصي سکټور د پرمختګ لپاره لار هواره کړې ده. پرمختللې کرنه، مال‌لرونکي له نویو طریقو سره اشنا شول او د خلکو اقتصادي وضعیت ورسره ښه شوی دی؛ د دغه اقتصادي نظام بدلون، څه ډول یې چې طالبان غواړي، د ډېرو زیانونو لامل کېدلای شي.

 

۹. مدني ټولنه

د وروستیو ۱۸ کلونو یوه لاسته‌راوړنه د مدني فعالانو او مدني ټولنو چې سیاسي ګوندونه، سیاسي فعالان او د بشري حقونو فعالان په‌کې شامل دي، ډېر شول. دغو ډلو په نږدې دوو لسیزو کې ولسواکي او اعتراض ښه تمرین کړی دی. په‌دې موده کې بېلابېل خوځښتونه؛ که څه هم تلپاتې نه وو، خو جوړ شول او خلکو یې له لارې خپلې غوښتنې کولې او مدني لارې یې ترې زده او تجربه کړې. له شک پرته د طالبانو له راتلو وروسته دا ډول خوځښتونه نه‌شي کولای چې د اوس په څېر فعالیت وکړي او دغه راز له شک پرته دا له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مېر یوه موضوع هم ده.

 

۱۰. هنر

د حامد کرزي د دوو دورو او د ملي یووالي حکومت په یوه دوره کې د موسیقۍ، ګډا، سینما، انځورګرۍ او نورو هنري ژانرونو د پرمختګ لپاره لار هواره شوې او افغانستان په‌دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لري. طالبان له هنر سره ستونزه لري؛ انځورګري کفري عمل او موسیقي هم ناروا او ګناه بولي. نو ځکه د طالبانو په دوره کې هنر منع و او له ګواښ سره مخ دی. د سولې په خبرو اترو کې به هم پر دې موضوع بحث وشي او له شک پرته باید د معاملې وړ نه وي.

اشاره: طالبان چې انعطاف نه منونکی فکر لري، تراوسه د سولې په خبرو اترو کې له خپل دریځه نه‌دي اوښتي. ډېری روښنفکره کسان باور لري، که طالبان او امریکا سره هوکړه وکړي، د افغانستان راتلونکې به تته شي او د هغوی پر دین ولاړ نظام به افغانستان یو ځل بیا د روښنفکرانو، ښځو، هنرمندانو او خلکو په دوزخ بدل کړي. د طالب ډلې د واکمنۍ پر مهال، ارزښتونو، لکه فردي ازادۍ او بشري حقونو بې‌ارزښت نه‌ درلود او په‌دې برخه کې د هر ډول نظر څرګندول بې‌دیني او کفر ګڼل کېدل. هر افغان چې هاغه مهال په افغانستان کې اوسېدلی وي، د دې ادعا د اثبات لپاره ډېرې خاطرې لري؛ نو دا ډول موضوعات باید له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر مېز معامله نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام