د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان سولې له‌پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالب‌استازیو سره  ګوري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د دې هېواد رسنیو سره خبرو کې ویلي، ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد نن د طالب‌استازیو سره خبرې‌اترې وکړي.

د ښاغلي قریشي په وینا، سره له‌دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته شوي؛ خو پاکستان د دې خبرو د مثبتو پایلو غوښتونکی دی.

د طالبانو پخوانی چارواکی وحید مژده سلام‌وطندار ته وايي، ښاغلی خلیلزاد به قطر کې د طالب‌استازیو سره خبرو کې د سولې خبرو شپږم پړاو کې د افغان‌دولت د سولې مرکه‌چي پلاوي حضور موضوع په اړه بحث وکړي.

د ښاغلي مژده په وینا، امریکایان د افغان‌دولت او طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته متوجه شوي‌ چې د سولې پروسه جدي خنډونو سره مخ ده.

ښاغلی مژده وايي، دغه لیدنه کې د نښتو کمولو او اوربند په اړه هم بحث کېږي.

د افغان حکومت ویاندویان د قطر دوحه کې د طالب‌استازیو سره د زلمي خلیلزاد لیدنې په اړه څه نه وايي.

ورته مطالب:

عمر داوودزی له طالبانو غواړي، د سولې لویې جرګې کې د افغانانو د ګډون مخنیوی ونه‌کړي

پر بین‌الافغاني مذاکراتو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ټینګار

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام