راپورونه وايي، چې د افغانستان پکتيا ولایت ګومل ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د افغان ځواکونو له ۱۲ ساعتونوهوايي برید څخه وروسته ۹۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
دغه هوايي بريدونه د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د ياد ولایت ګومل ولسوالۍ پورې اړوند په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.
د پکتيکا ولایت امنيه قومندان مل پاسوال علي مست مومند سلام وطندار ته وویل، چې لومړی هوايي بريد تېره شپه د ګومل ولسوالۍ پورې اړوند په ورسک سیمه کې شوی، چې په پایله کې يې ۴۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د افغان هوايي ځواکونو له لوري دویم هوايي برید د يادې ولسوالۍ د خورټیل په سیمه کې شوی، چې په نتیجه کې يې ۳۵وسله وال کسان وژل شوي.
د مومند په وينا، درېیم برید د ګومل په شهباز کلي کې ترسره شوی، چې په پایله کې يې ۸ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي.
د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې د ګومل ولسوالۍ په وزیخوا ولسوالۍ کې هم ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان وايي، چې د دوی له پوځي عملياتو څخه وروسته د مخالفو وسله والو د وسلو یو لوی زیرمتون هم افغان امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
د امنيتي مسوولينو په وينا، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو له لوري د ګومل ولسوالۍ له پاره نومول شوی ولسوال د مسیح خان په نوم هم شامل دی.
د امنیه قومندان زیاتوي، چې د دوی په بريدونو کې ملکي وګړو ته هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
یاده دې وي، چې په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو له لوري څه نه دي خپاره شوي.





