«د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول ناقانونه پرېکړه ده»

افغانستان کې د ټاکنو څار بنسټونو ټولنې غړیو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۳ میاشتنی ځنډ له قانون سره په ټکر کې دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوې ورځې  مخکې اعلان وکړ چې د ځېنو لاملونو له‌مخې به د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۹مه ترسره شي؛ په‌داسې حال کې چې پخوا د یادو ټاکنو له‌پاره د ۱۳۹۸ کال د وري ۳۱ نېټه ښودل شوې‌وه.

د ټاکنو څار بنسټونو ټولنې غړي حبیب‌الله شینواري په خبري غونډې کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ له اساسي قانون او د ټاکنو قانون سره په ټکر کې دی.

  ښاغلي شینواري په‌دې اړه د یاد بنسټ د خبرپاڼې د لوستلو پرمهال د ټاکنو نېټې په اړه پرېکړه خپل‌سره وګڼله چې راتلونکی مسوولیت یې هم د ټاکنو کمېسیون او حکومت پر غاړه دی. یاد بنسټ په خپلې خبرپاڼې کې دا پرېکړه په هېواد کې د ټاکنو پر بهیر د قانون واکمنتیا، ډیموکراسۍ او ټاکنیزو بنسټونو باندې د خلکو باور ته زیان بولي.

د ټاکنو څار بنسټونو ټولنې خبرپاڼې کې دا هم راغلي چې سیاسي ګوندونه باید د راتلونکیو ټاکنو  بهیر مسلکي څارنې په برخه کې خپل څارنیز میکانیزم پیاوړی او لا سم کړي.

بله‌خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وایي چې د ټاکنو خپواک کمېسیون مشرتابه پلاوي د سیاسي او جهادي مشران په ګډون د نړ‌ۍوالې ټولنې له استازیو، د ولسمشریزو ټاکنو راتلونکیو نوماندانو او حکومت سره له مشورو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ۳ میاشتني ځنډ په اړه پریکړه کړې‌ده.

دغه راز، ځېنې مدني فعالان د ټاکنو خپلواک کمېسیون دالانشا ریس په ګډون ټول کمیشنران په ټنبلي او مالي فساد تورنوي او وایي چی په مرکزي او ولایتي کچه دې د دغه کمېسیون مشران له دندې ګوښه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام