تېره اونۍ د مرکزي بغلان ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي د لاريون په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د ولایت مقام او پوهنتون دې بېرته مرکزي بغلان ته و لېږدول شي.
دغو لاریون کوونکو هماغه مهال د اعتراض په ډول د کندوز، تخار او بدخشان لويې لارې د مسافرو پر مخ و تړلې.
نن (دوشنبه) ۵مه ورځ ده، چې پر دغو لویو لارو مسافر تګ را تګ نه شي کولی او د اعتراض کوونکو له خوا د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.
یو شمېر مسافر، چې په دغو لویو لارو کې بند پاتې دي له دولته غواړي، چې د دوی ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
نجیب الله د تخار او محمد نبي د کندوز ولایت اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې د څو ورځو راهیسې پرته له اوبو او ډوډيو په دغو لویو لارو کې شپې او ورځې سبا کوي.
په ورته وخت کې نن( دنومبر ۹مه) په کابل کې د ملي شورا مخې ته هم د بغلان یو شمیر اوسیدونکو لاریون وکړ او دغو لاریون کوونکو په یاد ولایت کې د عدالت ټيڼګښت، له پلخمري څخه بغلان ته د پوهنتون او ولایت انتقال غوښتنه وکړله.
د عبدالنبي بارکزي په نوم یو لاریون کوونکی وایي، چې د بغلان ولایت د کرنې پوهنځی څومیاشتې وړاندې له بغلان څخه پلخمري ته د امنیتي ګواښونو په پلمه ولیږدول شو، چې په خبره یې امنیتي ننګونې په دومره کچه نه وي.
بارکزی زیاتوي، چې د پوهنتون په لیږدولو کې مسولینو شخصي ګټې نغښتې وې او ولایت هم ۲۷ کاله وړاندې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پرمهال په موقت ډول پلخمري ته د امنیتي ننګونو په وجه انتقال شوی و، چې اوس یې دوی بېرته بغلان ته د انتقال غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي، چې له پلخمري څخه بغلان ته د پوهنتون او ولایت انتقال موضوع به د ولسي جرګې په غونډو کې یاده کړي او د شته قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي.





