
د ټاکنې کمېټې له یوې میاشتې وروسته د ټاکنیزو کمېسيونونو له پاره د احتمالي غړو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږه.
په دې فهرست کې ۲۱ تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له پاره او ۱۵ نور یې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسيون له پاره د احتمالي غړو په توګه ولسمشر ته معرفي کړي دي.
ټاکل شوې ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له پاره له ۲۱ نوماندانو ۷ هغه د دغه کمېسيون غړیتوب له پاره او له ۱۵ نورو هغو ۵تنه د شکایتونو اورېدو کمېسيون له پاره وټاکي.
په هغه فهرست کې چې د ټاکونکې ډلګې له لورې چمتو شوی له پنجشیر ولایت عبدالرحیم برنا صالحي، له بامیان ولایت غلام حیدر علامه، له ننګرهار ولایت محمد بشیر بهرام، له ارزګان ولایت صادق باقري، له میدان وردګو ولایت غلام دستګير هدایت، له بدخشان عبدالعزیز اريايي، له جوزجان ثریا پیکان، له تخار سعید مراد راهي، له کابل حمیرا حقمل، له بدخشان عبدالبصیر فایض له تخار سعید احمد ضیا خلالي او حضرت الله، له غزني ولایت علي رضا روحاني، له میدان وردګ ولایت محمد اجمل هوډمن، له ننګرهار شفیقه معابر د شکایتونو اورېدو کمېسيون د احتمالي غړو په توګه معرفي کړي دي.

همدا ډول له جوزجان ولایت امان الله حبیبي، له غور ولایت عبدالعزیز صمیم، له پروان ولایت محمد اشرف رسولي، له فاریاب ولایت شهلا فرید، له تخار ولایت عبدالبصیر امت، له میدان وردګو ولایت امان الله فصیحي، له بامیانو ولایت سید عبدالله احمدي، له کابل ولایت محمد فرید افغانزی، له ننګرهار ولایت رفیع الله بیدار، له بلخ ولایت عبدالقادر قریشي، له غور معاض الله دولتي، له لوګر عبدالحمید فضل الله مجددي، له میدان ودرګو ذکیه عادلي، له پکتیا، نجیب الله حمدزی، له پکتیا ملیحه، له کابل ولایت ګلاجان عبدالباري صیاد، له بادغیس ولایت نورعلي خان، له ننګرهار ولایت بي بي مریم، له پکتیا ولایت خواجه امین الله فضلي له لوګر ولایت احمد جاوید حبیبي د ټاکنو خپلواک کمېسیون احتمالي غړي وټاکل شول.
د غوراوي کمېټې رېیس د د ټاکنو کمېسیون دغو احتمالي غړوپه وویل:" ريښتیا هم دوستانو ډير زحمت ایستلی دی، چې تکړه بې پري کسان د دغه کمیسیون له پاره غوره کړي، نو وروسته موږ وتوانېدو چې د مرکزي شکایاتو کمېسیون له پاره ۱۵ غوره کسان وټاکي او ۲۱ غوره کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره وټاکل شول."
په همدې حال کې له څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د غوراوي کمېټې په رڼه توګه له دغه بهير ستاینه کړې او ټينګار يي کړی، چې ولسمشر غني به هم په رڼه توګه له دغو نوماندانو څخه د ټاکنو خپلواک او شکایتونو کمېسیونو وروستي نوملړ وټاکي.
په همدې اړه لاهم څرګند نه دی، چې ولسمشر به په کومو معیارونو او ځانګړتیاو سره دغه کسان غوره کړي.





