افغان‌ولسي جرګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له پاکستانه رسمي شکایت کوي

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په نننۍ عمومي غونډه کې د یو شمېر وکیلانو د وړاندیزونو پر بنسټ د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي څو تنو وکیلانو ته دنده وسپارله، چې په افغان‌خاوره د پاکستان له‌خوا د راکټي بریدونو، په افغانستان کې د دغه هېواد د لاس‌وهنو او ترهګرو راستولو د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د شکایت په توګه د ولسي جرګې خبرپاڼه جوړه‌کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ولسي جرګې دغه خبرپاڼه د جرګې د غړي صالح‌محمد سلجوقي له‌خوا ولوستل شوه. د دې خبرپاڼې په یو ځای کې ترهګر د افغانستان او نړۍ له‌پاره خطرناک چلینج ګڼل شوي او په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ډېر ترهګر د پاکستان له‌خوا تمویلېږي او په همدې هېواد کې له روزونې وروسته له درنو وسلو سره د ترهګرویزو فعالیتونو له‌پاره افغانستان ته رالېږل کېږي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي، چې د افغانستان ولسي جرګه د پاکستان له‌خوا د توغندیزو بریدونو او په افغانستان کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول لاس‌وهنه د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ګڼي او په همدې پار د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په رسمي ډول شکایت کوي، چې د پاکستان د دې کړنو مخه ونیسي.

له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود سیقل هم د افغان دولت له‌خوا په افغان‌خاوره د پاکستان د تېري او لاس‌وهنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمې شکایت کړی و او د دې ترڅنګ د یو شمېر امریکایي سناتورانو له‌خوا هم د هغه هېواد په کانګریس کې غوښتنه شوې وه، چې پاکستان باید د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام