خلیلزاد: افغان مشران باید هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه‌لیک د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابر کړی او په وینا یې، امریکا او متحدان یې، یعنې نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو د غوښتنې، د سیاسي کړکېچ پای ته رسولو ته د افغان مشرانو پام را اړول او د بندیانو خوشې کولو په اړه د ناټو د خبرپاڼه هرکلی کړی دی.
هغه وايي، دا چې افغانستان وړاندې ځي یا په جګړه، بې‌وزلۍ او ناروغیو کې پاتې کېږي، دا هر څه په دې پورې تړاو لري چې ښکېل لوري په کوم نیت او څومره ژر یې په اړه ګام اخلي.

حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د وري میاشتې په شلمه نېټه پیل او تر اوسه یې ۵۵۰ طالبان بندیان د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې خوشې کړي دي.

ملي امنیت شورا ویلي چې د دې ډلې ۹۵۰ نور بندیان به هم د ولسمشر غني د فرمان له مخې خوشې شي.

طالب ډأې بیا په دوو پړاوونو کې د دولت ۶۰ بندیان خوشې کړي دي.

ناټو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د سولې پر یوې هراړخیزې هوکړې ټینګار کړی او له ټولو لوریو یې غوښتي چې ژرترژره د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

دغه سازمان د محمداشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافونو په اړه هم ویلي، افغان سیاسي لوبغاړي باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي، خپل اختلافونه پای ته ورسوي او یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

ناټو دغه راز له طالبانو غوښتي چې ژرترژره تاوتریخوالی کم کړي. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي، طالبان دې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې د افغانستان د نه بدلېدو په اړه د باور پیدا کولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر ماک اېسپر وايي، امریکا او په ناټو سازمان کې متحدان یې له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي، څو د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره لار هواره شي.

هغه زیاتوي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول اړخونه له اوسني فرصت نه ګټه واخلي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام