
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په ۸مه ناسته کې د ګډون په موخه تېره ورځ چهارشنبه (می ۲۵مه) روسيې ته لاړ.
د ملي امنیت د سلاکار ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار ته وویل، چې دغه ناسته د روسيې ملي امنیت سلاکار "نیکولای پيتروشوف" په کوربتوب د چچن په پلازمینه ګروزني کې ترسره شوې ده.
د هغه په وینا، د دغې امنيتې ناستې اصلي هدف له تروریزم او افراط ګرايې پر ضد مبارزه ده، چې په کې د نړۍ ۵۰ بېلابېلو هېوادونو امنيتي مشرانو ګډون کړی دی.
غورځنګ زیاته کړه، چې په یاده ناسته کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې پر نړېوالې او سیمه ییزې مبارزې ټينګار وکړ.
د ملي امنیت د سلاکار د ویاند پر وینا، حنیف اتمر د نړۍ په ځانګړي ډول د سيمې له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو نظامي مرستو ته دوام ورکړي.
اتمر په دغه ناسته کې د تروریزم او ترهګرۍ له منځه وړلو له پاره د نړۍ مرستې له افغانستان سره اړینې بللې او زیاته کړې يې ده، چې د دغې شومې پديدې پر وړاندې د نړۍ اجماع یو اساسي ضرورت دی.
تواب غورځنګ وايي، چې د ملي امنیت سلاکار د دغې ناستې په څنډه کې د چين، روسیې، هندوستان، ایران، قزاقستان، ترکمنستان او تاجیکستان له امنيتي استازو سره هم د څو اړخیزو اطلاعاتي موضوعاتو د شریکولو په موخه هم خبرې کړي او په دغو لیدنو کې د ټاپي، کاسا ۱۰۰ او چابهار د پلي کولو یادونه هم کړې ده.





