ولسي جرګه: ارګ د نوماند وزیرانو له ځنډولو سیاسي ګټه اخلي

ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر له خوا دې جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو نه معرفي کېدو په اړه توندې نیوکې وکړې.

د ولسي  جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وايي، ولسمشر د نوماند وزیرانو په اړه په کړې ژمنه عمل نه دی کړی او د ارګ دغه کړنه له ولسي جرګې سره سیاسي لوبه ده.

همایون وویل، د ولسي جرګې غړي یو ځل بیا له ولسمشر غني غواړي چې ډېر ژر دې نوي نوماند وزیران د باور رایو اخیستلو له‌پاره وروپېژني.

هغه وايي، د نوماند وزیرانو نه پېژندنې پرمهال به ولسي جرګه خپل اصلي او حقوقي ځای له لاسه ورکړي او د ملي یووالي حکومت به هم د یو دیکتاتور حکومت حیثت غوره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال سلام وطندار ته وویل، سلا مشورې دوام لري او ډېر ژر به د نویو نوماند وزیرانو نوملړ ولسي جرګې ته د رایې اخیستلو له پاره ورولېږي.

مینه‌پال د نویو نوماند وزیرانو نومونه ونه ښودل، خو ویې ویل، چې دغه کسان به متخصص او مسلکي وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام