«افغان پلاوي د مسکو په غونډه کې ګډون کړی»

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري سلاموطندار ته وویل، د مسکو غونډه د طالبانو د استازیو او له کابل نه د تللي پلاوي ترمنځ ده چې بېلابېلې کمېټې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د کارکوونکیو ترمنځ فضا هم مناسبه ده.

د هغه په وینا، کله چې د کمېټو کار پای ته ورسېږی، د کمېټو د کارونو پایلې به تر جمعبندۍ وروسته رسمي غونډې ته وړاندې شي.

زایري د مسکو په نننۍ غونډه کې د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي ته د ګډون نه اجازې ورکولو ادعا رد کړه او ویې ویل چې نوموړی په غونډه کې دی او کېدای شي په عمومي غونډه کې وینا هم وکړي.

د سولې عالي شورا داسې مهال د مسکو په غونډه کې د دې شورا د رییس ګډون تایید کړی چې تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین چې د مسکو په غونډه کې هم ګډون لري، پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي وو چې د مسکو د بینالافغاني تفاهم په غونډه کې د سولې عالي شورا رییس او په مسکو کې افغان سفیر ګډون نه‌لري.

د طالبانو او یوشمېر افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو دویمه غونډه تېره ورځ په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیي د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مشرۍ جوړه او په‌کې د افغانستان او روسیې د سل کلونو ډیپلوماټیکو اړیکو پیل ونمانځل شو، خو نن بیا د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ بین‌الافغاني غونډه وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام