د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې چاڼیز عمليات پیل شوي

د سهار ۶:۴۰ 

د افغانستان په شمال ختيځ ولایت کندوز ښار شاوخوا سيمو کې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شوي.

دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د ناټو پوځيانو په مرسته تېره شپه چهارشنبه (سپټمبر۳۰مه) د کندوز هوايي ډګر څخه پېل شول.

د کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند سېد حسېن سروري سلام وطندار ته وویل، چې افغان امنيتي ځواکونو د ناټو پوځيانو سره یوځای د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې پوځي چاڼیز عملیات پراخ کړي دي.

هغه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د حسينې په خبره، د تېرو دوو ورځو راهیسې له ۲۰۰ څخه زیات طالب وسله وال وژل شوي او ټپیان دي.

په همدې حال کې د کندوز د عامې روغتیا رییس سعد مختار وايي، چې تر اوسه دوی ته ۱۳۰ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

سهار ۸:۰۰

د امام صاحب ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په ولکه کې شوه. دغه سرحدي ولسوالۍ تېره شپه (چهارشنبه) سقوط کړی و.

د کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند په دې هکله وايي، چې د دغو ولسواليو ټولې برخې اوسمهال د افغان امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او دلته وسله وال طالبان په تېرو څو ورځو نښتو کې درانه تلفات درلودل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام