د ولسي جرګې وکیلان د ځانګړې کمېټې راپور ته ګوتې شمېري

د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر راپورته شوې ستونزې د حل په موخه د وکیلانو له لوري د تېرې ورځې جوړه شوې ۲۷ کسیزه کمېټه وایي، د موضوع په تړاو يې تخنیکي څېړنې پیل کړې دي.

د دې کمېټی غړی خان‌اغا رضایي وایي، دوی په درې برخو، یانې د ۳ ورکو رایو معلومولو، د حاضري سېسټم څېړلو او د ارشیف د څېړنې په برخه کې کار کوي.

ده زیاته کړه، دا لا نه‌ده معلومه چې کار به یې کله بشپړ شي. 

خو د ولسي جرګې بل غړی ګل‌رحمان همدرد وایي، د ده د معلوماتو له مخې تمه کېږي چې د دې کمېټې کار نن بشپړ او سبا وکیلانو ته د خپلوموندونو په اړه راپور وړاندی کړي.

د ولسي جرګی غړی میرویس یاسیني وایي چې د ولسي جرګې ریاست ته دواړو نوماندانو ژمنه کړې چې د ۲۷ کسیزې کمېټې پرېکړه به مني. 

په همدې حال کې تېره ورځ یوشمېر وکیلانو لاسلیکونه را ټول کړي او غواړي د ولسي جرګې لپاره نوی لنډمهاله رییس وټاکي او د جرګې ریاست ته د نویو نوماندانو ترمنځ بیا ټاکنې وکړي.

د ولسي جرګې غړی نصیب مقبل سلام‌وطندار ته وویل چې له ۱۳۰ ډېر لاسلیکونه راغونډ شوي او د دغه سند یوه کاپي د ولسي جرګې دارالانشا او بله هم ولسمشر ته استول شوې ده.

خو د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا دا نه مني چې ګنې د دغه سند کاپي دې ولسمشر یا هم دارالانشا ته استول شوې وي.

د ولسي جرګې غړی خالد مومند سلام‌وطندارته وویل چې دغه سند لا ولسمشر او یا دارالانشا ته نه‌دی استول شوی او دوی د ۲۷ کسیزې کمېټې د کار پایلو ته سترګې پر لار دي.

د نوموړي په وینا، د جرګې د غړیو لاسلیکونه ۱۳۵ یا ۱۳۶ ته رسېدلي او که د کمېټې کار بې‌پایلې پای ته ورسېږي، دوی به دا لاسلیکونه بېلابېلو ادارو ته ولېږي او له مخې به یې د لنډمهالي رییس او نوي رییس لپاره د ټاکنو په اړه اقدام وکړي.

 د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر تېره پنجشنبې هغه مهال لانجه راپورته شوه چې د جرګې ریاست ته د دوو نوماندانو میررحمان رحماني او کمال‌ناصر اصولي رایې اعلان شوې او وروسته د جرګې لنډمهالي رییس میررحمان رحماني چې ۱۲۳ رایې یې اخیستې وې، ګټونکی اعلان کړ، خو ځینو وکیلانو یې پروړاندې غبرګون وښود.

د وړمې ورځې غونډې په پیل کې د جرګې د حاضرو غړیو شمېر ۲۴۷ اعلان شو چې د ګټونکي لپاره ۵۰ جمع یو رایو اخېستل چې ۱۲۴ رایې کېدې، اړین و.

خو په صندوقونو کې ۲۴۴ رایې اچول شوې وې او رحماني هم ۱۲۳ رایې درلودې چې د ۲۴۷ په نصاب نه، بلکې د ۲۴۴ نصاب له مخې یې پنځوس جمع یو پوره کړې وې. پر همدې موضوع د ځینو وکیلانو تر منځ لانجه راپورته شوه چې لا هم نه‌ده هواره شوې. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام