«د ولسمشرۍ نوماندان په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکاناتو کارولو په اړه اندېښنه لري»

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو کولو د شرایطو او په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکاناتو د کارولو په اړه اندېښنه دي.

نوموړي چې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټول تدابیر نیول کېږي او د حکومت د یوه مسوول په توګه به د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دولتي امکاناتو د کارولو مخه ونیسي.

عبدالله وايي، دا کار باید خلکو ته د خدمت کولو او د حکومت د اجراتو مخه ډب نه‌کړي؛ ځکه افغانان مرستې او خدمتونو ته اړتیا لري.

اجرایوي رییس د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ملي یووالي حکومت پر ژمنې د ټینګار ترڅنګ وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په‌دې اړه خپله طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده. عبدالله دغه راز له ټاکنو کمېسیون نه غواړي چې خپل پلانونه او کارونه د ټاکنو له مهال‌وېش سره سم ګړندي کړي.

اړوند مطالب:

ولسمشريزې ټاکنې د میزان پر ۶مه نېټه کېږي

غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

اجرایوي رییس وايي، د دې لپاره چې طالبان د جګړې پر دوام ټینګار کوي، تراوسه د سولې په برخه کې عملي ګامونه نه‌دي اخېستل شوي.

د عبدالله په وینا، طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ته نه وویل او جګړه لا هم دوام لري.

د یادونې ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یوه پرېکړه‌لیک کې چې ۲۳ مادې یې لرلې، له طالبانو وغوښتل چې په روژه کې اوربند وکړي، خو طالبانو د جرګې غوښتنه و نه منله او په‌دې میاشت کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام