فیفا: د ټاکنیز سمون په برخه کې حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ مسوولین وايي، د ټاکنیز سمون په برخه کې، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو له خوا کومې وعدې شوې وې، تر اوسه عملي شوي نه دي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه (مارچ ۳۰مه) د " ټاکنیز سمون یو نیم کال څیړنې له ژمنو تر عمل" عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې د دغو ژمنو یو ستر لامل دا دی، چې دوی د خپلو ژمنو عملي کولو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

غوڼده ته د فیفا اجرايوي رییس محمد یوسف رشید وویل، ټاکنیز سمون د ملي یووالي حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه و، خو په تیر یوه کال کې یې په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي او  دټاکنیز نظام په سمون کې پاتې راغلی.
رشید په ټاکنیز سمون کې د ناکامۍ سترلاملونه ټاکنیز سمون ته په کمه کتل او په دې برخه کې ځينې تحمیلي کارونه وبلل.

د فیفا وړاندیزونه دا و، چې حکومتي مشران دې خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته پریږدي، ټاکنیز سمون ته دې لومړیتوب ورکړي او  په غوراوي کميټه کې دې د سیاسي او ګوندي لاس وهنو مخه ونیول شي.

یوسف رشید زیاته کړه، حکومتي مشران  باید ولس ته ډاډ ورکړي، چې دوی به د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپلو منځو کې نه ویشي، ځکه د دوی په وینا کمیسیون په خپلو کړنو کې خپلواک دی.

دغه راز، غونډې ته د غوراوي کمیټي غړې زرقا یفتلي وویل، ټاکل شوی وه چې په روانه اونۍ کې د غوراوي کمیټې کار پيل شي، خو د یوشمیر ستونزو له امله وځنډيد او تمه کیږي، چې  په راتلونکې اونۍ کې به خپل  کارپيل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام