ولسمشر محمداشرف غني نن بلخ ولایت ته لاړ.

ولسمشر غني د خپل سفر پرمهال لومړی د ابوعلي‌سینا بلخي نسایي ـ ولادي او ماشومانو ۳۶۰ بستریز روغتون پرانسته.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد ۵ پوړیز روغتون د ۱۵ میلیونه یورو په لګښت چې د المان هېواد یې ورکوي، جوړ شوی دی.

ټاکل شوې ولسمشر د خپل دوه ورځني سفر پرمهال د بلخ ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو ترڅنګ، له ښځو، قومي مشرانو، استادانو، ځوانانو، د رسنیو له مسوولانو، مدني ټولنو، د ولایتي شورا له غړو، ولسوالانو او دیني عالمانو سره هم وګوري.

د هېواد لومړۍ مېرمن او یوشمېر نور حکومتي چارواکي له ولسمشر سره په دغه سفر کې ګډون لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام